Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټاکنو کمیسیون د قلفونو ماتولو ادعا رد کړه

admin by admin
2019/10/21

د ثبات او همپالنې ټیم ادعا کړې، چې د ډیجیټلي مرکز د دروازو قلفونه مات شوي دي.

په ټاکنو کمېسیون کې د دیجیتلي مرکز دروازې قلف مات شوی چې اندیښنې او غبرګونونه یې راپورته کړي.

د کمېسیون یو کمېشنر هم دغه موضوع تایید کړې او اندېښنه ښيي چې کمېسیون دننه کې هیڅ امنیتي خوندیتوب نشته.

ثبات او همپالنې ټیم د قلفونو په ماتولو کې دولت ساز ټیم مسؤول ګڼي، خو دولت ساز ټیم بیا دا ادعا د وخت ضایع او بې ځایه تورونه ګڼي.

په همدغې ودانۍ کې د دیجیتلي مرکز تر څنګ ۲۳۰۰ قرنطین شوي بایومټریکې آلې هم تر ارزونو لاندې دي.

د ټاکنو کمېسیون د دې کمېنشر نه به غیر نور مسولین په دې برخه کې خبرو ته حاضر نشول .

مولانا عبدالله د کمېسیون له امنیتي وضعیت څخه سخت شکایت وکړ او مات شوي قلفونه هم له همدې موضوع سره تړلي.

د ثبات او همپالنې ټیم بیا په جلا خبري ناسته کې په دې مسله جدي اندېښنه ښودلې او تور یې پورې کړی چې کمېسیون کې پولیسو دغه کار د دولت جوړونکي ټیم په لارښوونه کړی دی.

کورنیو چارو وزارت دغه ادعا په کله ردوي او وايي، امنیتي ځواکونه د کمېسیون د امنیت ساتنې لپاره مصروف دي او د کمېسیون په هیڅ حساسه برخه کې  ځای په ځای شوي نه دي.

د دولت جوړونکي ټیم استازی داوود سلطانزوی شوې ادعاوې بې ځایه ګڼي چې ګنې ځینې ادرسونه هڅه کوي په غلطو ادعاوو سره د روانې پروسې په وړاندې خنډ او ځنډ رامنځته کړي.

ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ ټولې بایو مټریکي پایلې عمومي سرور ته ولیږدول شي خو را پورته شوې لانجه بیا د کار د ځنډ سبب شوې.

ټاکنو کمېسیون مسولین بیا تر اوسه د پایلو ځنډ په مبهم حالت کې ساتلي او نشي ویلی چې ځنډیدلې لومړنۍ پایلې به کله اعلان کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist