Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له نوماندانو د ولسمشر غني غوښتنه

admin by admin
2019/10/15

ولسمشر غني وايي نوماندان دې د کمیسیونونو خپلواکۍ ته درناوی وکړي.

له ټاکنو وړاندې دې هیڅ نوماند د بریا ادعا نه کوي او د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکۍ او پریکړو ته دې درناوی وشي.

ولسمشر محمد اشرف غني دا څرګندونې نن ماسپښین د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز سره د لیدو په مهال وکړي

د ارګ اعلامیه کې راغلي چې دواړو لوریو د ټاکنو، سولې، امنیت او د سیمه ییزو اړیکو پر سر خبرې اترې وکړې. 

ولسمشر همداراز ویلي، د باعزته سولې لپاره سرتاسري اجماع جوړه شوې او د سولې پروسه د اوسني او راتلونکي حکومت له لومړیتوبونو ده.

په همدې حال کې د نوماندانو شورا په یوه غونډه کې پرېکړه کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

د نوماندانو شورا نن په یوه خبري غونډه کې وویل، حاکمو ټیمونو ولسواکي، ټاکنې او په حکومت کې ټول فعالیتونه انحصار کړي دي.

ددوی په باور دغه ټیمونو په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخه درغلي کړې ده او اوس هڅه کوي غیرقانوني او باطلو رایو ته شفافیت ورکړي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د ولسواکۍ د اوسني وضعیت، ټاکنو، درغلیو او د حکومتي چارواکو له غیر قانوني کړنو به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي او د ولسواکۍ د اوسني وضعیت په اړه به اندېښنه ورسره شریکوي.

دوی همدا راز پر ټاکنیزو کمیسیونونو غږ وکړ چې هېڅ ډول فشار ته دې تسلیم نه شي، شفافیت دې په پام کې ونیسي، د خلکو رایو ته دې درناوی وکړي او له خپلو صلاحیتونو دې کار واخلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist