Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو قطر استازي ایران ته تللي

admin by admin
2019/09/17

طالبانو داسې لړۍ پیل کړې چې له امریکا سره د خپلو خبرو د جزییاتو شریکولو په موخه هغه هېوادونو ته سفرونه کوي چې د افغان سولې له بهیره یې اندېښنه درلوده.

په دغه لړ کې له روسیې وروسته اوس طالبانو خپل یو پلاوی ایران ته استولی چې د هغوی اندېښنې هم ورځواب کړي.

ویل کېږي، طالبانو له امریکایانو سره د لسو میاشتو خبرو متن له روسیې سره شریک کړی او په پام کې ده چې له ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان، اذربایجان، ترکیې او پاکستان سره یې هم شریک کړي.

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، د طالبانو یو ۵ کسیز پلاوی چین ته تللی، درې تنه نور یې ازبکستان ته تللي او په پام کې ده چې د ملابرادر او عباس ستانکزي سربېره امیرخان متقي، ملا وثیق، ملا فاضل او نورالله نوري ترکیې ته لاړ شي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل تویټر لیکلي، د عباس ستانکزي په مشرۍ، د سیاسي دفتر درې کسیز هئيت مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او نورو چارواکو ته د مذاکراتو ‌‌‌‌‌‌په هکله خپل موقف روښانه کړی.

سهیل شاهین لیکلي، روسیې د امارت موقف تائيد او د هوکړه لیک له مخې له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ وکړ.

شاهین ویلي، د سياسي دفتر د مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ څلور کسيز پلاوی ایران ته تللی او تیره ورځ یې د ایران د بهرنيو چارو وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist