Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټرمپ: طالبان په خپل وروستي برید پښیمانه او لار ترې ورکه ده

admin by admin
2019/09/15

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، طالبان هیڅ وخت دومره سخت نه وو ځپل شوي لکه په دې وروستیو کې چې نظامي فشارونه ور باندې زیات شوي دي.

ټرمپ په ورته وخت کې ویلي، طالبانو سره د سولې خبرو لپاره نورې لارې هم شته خو دا چې دغه لارې کومې دي په اړه یې ډیر جزیات نه دي ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبانو سره د نهه میاشتو خبرې اترې وروسته له هغې ودرولې چې د کابل په شش درک سیمه کې ځانمرګي برید په مهال بهرنیان په نښه کړل.

د سولې خبرو له دریدو وروسته طالب پلاوی مسکو ته تللی او غواړي وروسته له هغې پاکستان او چین ته لاړ شي.

 له دې سره ناټو وايي، له افغانستان د ځواکونو د ایستلو په اړه هېڅ راز بحث نه دی شوی.

د ناټو لوړپوړی امریکايی قومندان جنرال ټاډ ولټرز وايي، ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او له دغه هېواد د سرتېرو دایستلو په اړه هېڅ راز بحث نه دی شوی.

دده په خبره ناټو د افغانستان امنیت ته ژمنه ده او په دغه هېواد کې به د ترهګرۍ ضد جګړې ته ادامه ورکوي.

جنرال ټاډ وايي په افغانستان کې ددوی په ماموریت کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی او په دې اړه د ناټو شریکو هېوادونو ته ډاډ ورکوي.

جنرال ټاډ ویلي په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي او دوی ددغه ټاکنو ترسره کولو ته بشپړه تیاري لري څو وکړی شي د امنیت په تامین کې له افغان ځواکونو سره خپله همکاري وکړي.

ټاډ ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د ترهګرو ځپلو ته ژمن دي او ددغه ډلو پر وړاندې به په افغانستان کې د ناټو جګړه دوام لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist