Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر: تېره یوه اونۍ کې له زرو زیات طالبان وژل شوي

admin by admin
2019/09/14

ولسمشر غني وایي، په تېره یوه اونۍ کې له زرو زیاتو طالبان وژل شوي چې مسؤلیت یې د طالبانو د سیاسي ډلې پر غاړه دی.

طالبانو بیا د ولسمشر غني دغه ادعا رد کړې او دا یې یو خیال بللی دی.

محمد اشرف غني وایي، جمهوریت د هېچاه میراث نه دی او نه یې هم څوګ انحصار کولی شي.

له دې سره قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مخکیني مشر شېر محمد عباس ستانکزي د روسیې له ار ټي خبري شبکې سره په مرکه کې بیا ویلي، اوس هم طالبان له امریکا سره د سولې خبرو ته لېواله دي،‌ خو که امریکا جنګ غواړي، نو طالبان سل کاله نور هم جګړه کولی شي.

د دغه پلاوي یو غړي عباس ستانکزي ویلي، امریکایان پخپله اعتراف کوي چې په تېرو اونیو کې یې ګڼ شمېر طالبان وژلي، خو بل لور ته د یوه امریکایي عسکر د وژل کېدو په پلمه د سولې خبرې دروي. 

ستانکزي ویلي، که امریکایان ګڼ شمېر طالبان وژلی شي، نو طالبان هم بیا حق لري چې له دوی نه یو دوه کسان ووژني.

ویل کېږي، د طالبانو له سیاسي دفتره یو درې کسیز پلاوی روسیې ته تللی چې له روسي چارواکو سره د افغان سولې خبرو په اړه بحث وکړي.

‌د راپورونو له مخې، دغه درې کسیز پلاوي تیره ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین او د افغانستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.

له دې سره له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د امریکا ولسمشر د داسې یوې موضوع پر سر د سولې خبرې ځنډولې چې په نهه پړاوه مذاکراتو کې پرې هیڅ توافق نه و شوی.

سهیل شاهین ویلي، که متحده ایالات یو ځل بیا د سولې میز ته راوګرځي، نو دوی چمتو دي چې ټول هغه موارد چې پرې توافق شوی عملي کړي.

شاهین ویلي، طالبان چمتو دي چې له تړون وروسته د دوی د ځواکونو د وتلو لپاره خوندي لاره ورکړي او برید پرې ونه کړي.

هغه ویلي، له امریکا سره د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته چمتو دي چې له افغان لوري سره مخامخ خبرې پیل او د اوربند ترڅنګ په ټولو هغو مواردو بحث وکړي چې په افغانانو پورې اړه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist