Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ارګ: مسکو ته د طالب پلاوي سفر سیاسي ماتې ده

admin by admin
2019/09/14

ارګ وایي، د سولې اصلي ادرس افغان حکومت او خلک دي او د مسکو ناسته چې د طالبانو سیاسي ماته یادیږي بې پایلې یادوي.

امریکا سره د سولې له ځنډېدلو خبرو یوه اونۍ ورسته د طالبانو مرکچي پلاوی د خبرو اترو لپاره مسکو ته رسېدلی، هغه هېواد چې دوه ځلې یې د طالبانو د ناستو کوربه توب کړی دی.

عباس ستانکزي روسي رسنیو سره په مرکه کې ویلي، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته تیار دي، خو که امریکا په جګړې ټینګار کوي طالبان سل کاله هم نوره جګړه کولای شي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي داسې ویلي )) طالبان اوس هم د سولې خبرو ته لېواله دي، خو که امریکا جنګ ته دوام ورکول غواړي نو طالبان سل کاله نور هم جګړه کولای شي. امریکایان په خپله اعتراف کوي چې په تېرو اونیو کې یې ګڼ شمېر طالبان وژلي، خو بل لور ته د یوه امریکایي عسکر د وژل کېدو په پلمه د سولې خبرې دروي.که امریکایان ګڼ شمېر طالبان وژلی شي نو بیا طالبان هم حق لري چې له دوی نه یو دوه کسان ووژني.((

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، د ټاکنو لپاره یې د سولې اړوند کارونه درولي او مسکو ته د طالبانو رجوع یوه سیاسي ماته ده چې دا ډول ناستې د سولې برخه کې کومه پایله نه لري.

طالبانو له امریکا سره د سولې خبرو د پیل وړاندې د سیمې په هېوادونو ګرځېدلي دي ترڅو سیمه ییز او نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي چې افغان حکومت یې هم په لټه کې و.

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وايي، مسکو ته د طالبانو تازه سفر په دې مانا هم بلل کېږي چې طالبان غواړي وښي د سولې خبرو کې ملامت امریکایان دي نه طالبان.

مسکو ته د طالبانو د سفر په اړه داسې تحلیل کېږي چې طالبان غواړي په امریکا د هغو هېوادونو له لارې فشار راولي چې په سیمه او افغانستان کې په سیاسي او نظامي پلوه ښکیل دي.

اوس چې طالبانو مسکو ته سفر کړی ویل کېږي د امریکا یو پلاوی به په دې ورځو کې اسلام اباد ته سفر وکړي.

اوس به ولیدل شي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ درېدلې خبرې د کوم میکانیزم پراساس پیلږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist