Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټرمپ طالبانو ته د سختو بریدونو خبرداری ورکړ

admin by admin
2019/09/12

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ طالبانو ته د سختو بریدونو خبرداری ورکړی دی.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر د یوولسمې بریدونو کې د وژل شویو کسانو د یاد په مراسمو کې وویل، له طالبانو سره مو  د سولې خبرې پلان کړې وې خو وروسته له هغې چې طالبانو زموږ سرتیری وواژه د سولې خبرې لغوه شوې.

د طالبانو پر ضد د ټرمپ دا څرګندونې بې سارې دي، ټرمپ ویلي، پر طالبانو به داسې بریدونه وکړي چې پخوا پرې نه و شوي.

ولسمشر ټرمپ همداراز خبرداری ورکړ، که هر څوک یې پر هېواد بیا برید وکړي، نو  هرچېرې چې وي، ورپسې وربه شي.

امریکا کې پخوانی ډیپلوماټ او د افغانستان لپاره د بن کانفرانس بنسټګر جېمز ډابنز ويلي، د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره د سولې خبرو ځنډولو لوی لامل دا و چې طالبانو امریکا ته له ورتګ انکار وکړ.

جیمز ډابنز له امریکا غږ ډیوه سره په مرکه کې ویلي، ډانلډ ټرمپ غوښتل طالبان ډېوېډ کمپ ته وروغواړي او بیا د ټرمپ په مشرۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک کړي، خو په وینا یې طالبانو له دې خبرې انکار وکړ.

هغه ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړې خبرې به بیرته پیل شي، خو مالومه نه ده چې کله؟

له دې سره ناټو افغانستان کې د خپلو سرتیرو مو جودیت ددې لپاره بولي چې په خبره یې سولې ته شرایط برابر کړي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو سره د خواخوږۍ مراسمو کې وویل، افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره لاره ډیره سخته او اوږده ده.

سرمنشي همداراز ویلي، دو ځکه افغان ځواکونو ته مشوره او روزنه ورکوي چې هغوی د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي.

د ناټو سرمنشي وویل، د افغان ځواکونو ملاتړ ته به تر هغې دوام ورکوي چې افغانستان کې امنیت راولي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist