Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

“وردګو کې د هوايي برید له امله وژل شوي ټول ملکیان دي”

admin by admin
2019/09/11

په میدان وردګو کې هوایي برید کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي او د یوې کورنۍ غړي وو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي ددوی موندنې ښيي، چې د میدان وردګو ولایت په تنګي دره کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوایي برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

ددغه کمیسیون په وینا وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي او نږدې خپلوان وو چې له یوې مېلمستیا راستنېدل.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر او ویاند شکر الله مشکور وايي په دې اړه یې له بهرنیو ځواکونو سره خبرې پيل کړې دي او دوی اړ دي چې د یادو کورنیو زیانونه جبران کړي.

د مشکور په خبره له بهرنیو ځواکونو به دا ژمنه هم اخلي چې نور د ورته پېښو له تکرار مخنیوی وکړي.

له دې سره سم د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې  شهرزاد اکبر د وسله والو ډلو او حکومتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو مرګ ژوبله یوه له جدي اندېښنو ښودلې ده.

اغلې شهرزاد اکبر ویلي، د ملکي مرګ ژوبلې د کمولو لپاره باید جدی اقدامات وشي او له افغان ځواکونو تمه داده چې ملکي وګړي خوندي کړي.

نوموړې د میدان وردګو، فاریاب، ننګرهار ولایتونو یادونه کړې چې په خبره یې د افغان ځواکونو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ زوبله اوښتې ده.

هغې په ورته وخت کې د طالبانو له لوري ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړول غندلي او پر ښکیلو لوریو یې غږ کړی چې په جدي توګه دې د عامو خلکو تلفاتو اوښتو مخنیوی وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist