Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر: هیڅ قدرت د ټاکنو د ترسره کېدو مخه نشي نیولی

admin by admin
2019/09/10

ولسمشر غني یو ځل بیا ډاډ ښودلی چې هیڅ قدرت د ټاکنو د ترسره کېدو مخه نشي نیولی.

ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر خپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.

ولسمشر غني ویلي هیڅ قدرت نه شي کولی د ولسمشریزو ټاکنو مخه ونیسي. 

که له یوې خوا د ټاکنو ترسره کېدو ته ۱۷ ورځې پاتې دي، تر څنګ یې ټاکنو کمېسیون د ترسره کېدو لپاره جدي او ګړندی کار روان کړی دی.

ولسمشر په تازه خبرو کې تر بل هر وخت د ټاکنو په ترسره کېدو یقیني ښکاري او ډاډ یې ورکړی چې هیڅ قدرت د ټاکنو مخه نشي نیولی.

ولسمشر محمد اشرف غني داسې وویل (( د ټاکنو لپاره د انتخاباتو کمیسیون امادګي نیولې او حکومت ټول هغه ګواښونه له منځه  وړي چې خلک یې اندېښنه لري تاکنې به پخپل وخت ترسره شي او هیڅ قدرت نه شي کولی د افغانستان ولسمشریزو تاکنو مخه ونیسي.))

د طالبانو او واشنګټن تر منځ د سولې روانې پروسې په ټاکنو یو څه باور کم کړی وو خو اوس چې یاده پروسه په ځنډ کې واقع ده، د افغانستان د ټاکنو تله درنده او د ترسره کېدو لپاره یې قوت زیات کړی دی.

تحلیل دا دی چې ټاکنې ترسره کېدونکې دي، مګر وضعیت ته په کتو په پایلو تشویشونه موجود دي.

شنونکي امین الله شارق او عبدالباري عارض داسې وايي (( ټاکنې به وشي یا پخپله نیټه او یا څو ورځې له نیټې وروسته خو یو لړ ستونزې شته چې تر اوسه نا حل پاتې دي او کیدای شي د ټاکنو پاېلې بحراني کړي،،، ولسمشریزې ټاکنې به ترسره شي خو  ډېرې ستونزې شته چې د ټاکنو امنیت به خوندي نه وي او حکومت باید ژر تر ژره د ټاکنو امنیت برخه کې لاس په کار شي.))

د نوماندانو ټاکنیز کمپاینونه تر اوسه کم رنګه دي، او اټکل هم دا دی چې سولې او روان امنیتي وضعیت په ټاکنو د خلکو علاقه کمه کړې وه، خو له دې وروسته به وکتل شي چې موجوده کم رنګه وضعیت څومره رنګین کیدلی شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist