Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې

admin by admin
2019/09/08

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر خپل تویټر لیکلي، په پام کې وه چې یکشنبه په ډېوېډ کمپ ‌کې له افغان ولسمشر او طالب مشرانو سره وګوري خو دا کتنه یې لغوه کړه.

ډانلډ ټرمپ ويلي، په ډېوېډ کمپ ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې لغوه کړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې یې هم درولې دي.

ویل کېږي، له طالبانو سره د ترمپ خبرې ځکه لغوه شوې چې طالبانو په کابل کې د هغه برید مسؤولیت منلی چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل.

په ورته وخت کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له طالبانو سره په اصولو کې هوکړه نهايي شوې او یوازې د ډونلډ ټرمپ تایید ته اړتیا ده.

له دې سره ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي هغه مهال تل پاتې سوله ټینګېدای شي چې طالبان له جګړې لاس واخلي اوربند اعلان کړي او افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي .

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي د سولې پر وړاندې ستر خنډ د طالبانو جګړه او تاوتریخوالی دی .

اعلامیه کې راغلي چې افغان دولت د سولې په تړاو د سولې مشورتي لویې جرګې پریکړو ته درناوی لري او ددې جرګې له لوري  وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسولیت ګڼي.

ارګ په ورته وخت کې د امریکا له لوري سولې برخه کې شوې هڅې ستایلي او له دوی سره یې په ګډ کار ټینګار کړی.

ارګ دغه اعلامیه وروسته له هغې خپره وي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د لیدو کتو څخه انکار وکړ او د سولې خبرو د دریدو امر یې وکړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist