Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خوږیاڼو کې اوس د بنګو پر ځای کرم کرل کېږي

admin by admin
2019/08/26

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې بزګرانو د بنګو بدیل پیدا کړی دی.

هلته اوس امنیت تر یو بریده برابر شوی او بزګران وایي، په خپلو ځمکو یې د بنګو پر ځای کرم کرلي چې له حاصلاتو یې خوښ دي.

بزګران وایي، تر بنګو ورته کرم ډېرې پېسې ګټي او کولی شي له دې لارې خپل اقتصاد ښه کړي؛ خو ګیله کوي چې ولایتي چارواکي ورسره همکاري نه کوي.

کرنې ریاست بیا د بزګرانو نیوکو ته ځواب نه لري.

د یادې ولسوالۍ بزګران وایي، هغه مهال چې په دې سیمو کې طالبانو وو، بزګرانو په خپلو ځمکو بنګ او کوکنار کرل؛ خو اوس چې امنیت نسبي ښه شوی بزګرانو په خپلو ځمکو د نشه یي توکو پر ځای کرم کرلي دي چې حاصلات یې ښه دي.

بزګر بیت الله داسې وویل (( دا کرم له کوکنارو او بنګو څو برابره ښه دي، حاصلات یې کولی شي زمونږ  اقتصاد ښه کړي خو که دولت زموږ سره مرستې وکړي او ښه بازار راته جوړ کړي دې کار ته به ټول خلک مخه کړي))

حمید الله  چې په کرونده کې په کار بوخت دی وایي، پښېمانه دی چې پخوا یې پرخپلو ځمکو نشه یې توکي کرل.

دی وایي، تر بنګو کرم ښه حاصل ورکوي.

حمید الله وویل (( کرم تر کوکنارو او بنګو ښه حاصل ورکوي ګټه یې زیاته او حلاله ده، موږ خوښ یو چې اوس د کوکنارو پر ځای کرم کروو او حاصل یې اخلو.))

بزګران وایي، اوس خوشاله دي چې سیمې یې له وسله والو ډلو پاکې شوي دي او له وېرې پرته ژوند یې بیا پیل کړی.

دلته بزګران بیا له چارواکو ګیله لري چې ورته په وخت سرې او تخمونه نه ورکول کېږي.

دوی غوښتنه کوي چې د اقتصادي ودې لپاره دې کرنې ریاست او نور مسؤول چارواکي له بزګرانو سره همکاري وکړي.

د بزګرانو ستونزو او نیوکو په تړاو مو د کرنې ریاست چارواکو ته څو ورځې انتظار وکړ؛ خو ځانونه یې بوخت ښودل او نظر مو تر لاسه نه کړ.

خوږیاڼي د ننګرهار هغه ولسوالۍ ده چې تردې وړاندې  بزګرانو په خپلو ځمکو په ډېره پېمانه نشه یې توکي کرل او بیا دې ځای نورو سیمو ته لېږدول کېدل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist