Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټرمپ: سرتېري کموو خو استخباراتي حضور پیاوړی کوو

admin by admin
2019/08/20

امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي، خو استخباراتي حضور پیاوړی کوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۳زرو راکم کړي، خو یو اغېزمن استخباراتي ځواک به هلته پرېږدي.

ډانلډ ترمپ ویلي، افغانستان کې د امریکا د حضور لامل دا دی چې افغانستان د ترهګرو په لابراتوار بدل نه شي او په وینا یې راتلونکو اونیو کې به ډېر ښه کارونه ترسره او اعلان شي.

ټرمپ ویلي، کولی شي له لږ پوځي ځواک سره وضعیت تر خپل کنټرول لاندې وساتي او د افغانستان راتلونکې په طالبانو او افغان حکومت پورې اړه لري.

خو هغه ویلي، یوه مسئله باید روښانه شي، او هغه دا چې امریکا به په افغانستان کې اغیزمن استخباراتي حضور ولري.

د ارګ غبرګون

ارګ د ډونالډ ټرمپ د هغه خبرو په غبرګون کې چې ویلي یې دي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له احتمالي وتلو وروسته به په دغه هېواد کې استخباراتي حضور ولري، ویلي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون په شرایطو او وضعیت پورې تړلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، له امریکا سره به د سولې بحثونه په داسې لارو چارو پر مخ وړي چې په وینا یې افغانستان بیا د طالبانو لپاره په خوندي ځای بدل نه شي.

ارګ ویلي، سوله باید په دې مانا وي چې افغانستان د طالبانو او ترورېستانو په مرکز یا پټنځای بدل نه شي چې افغانستان، امریکا او غرب وګواښي.

حکومت ویلي، هدف یې دا دی چې امریکا او افغانستان یوځای دي څو له دغې پروسې سره په تدبیر پرمخ لاړ شي او د بهرنیو ځواکونو حضور به د شرایطو په اساس وي او په شرایطو او وضعیت پورې اړه لري.

بل پلو ایران ویلي، افغانستان کې د امریکا نظامي شتون هېڅ ګټه نه ده کړې او نه یې لري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د سیمې هېوادونو کې د بهرنیو هېوادونو نظامي شتون ستونزې زېږوي، نا امني رامنځته کوي او هغوی د خپلو ګتو په لټه کې دي.

حسن روحاني ویلي، د امریکا نظامي شتون د افغانستان امنیت او ثبات ته هېڅ ګټه نه ده کړې او په وینا یې امریکا د خپلو ګتو لپاره په سیمه کې نا امني رامنځته کوي.

روحاني ویلي، افغانستان کې د افغانانو او د هغوی له استازو پرته د سولې خبرې هېڅ ګټه نه لري او که داسې سوله وشي، نو هېڅ دوام به پیدا نه کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist