Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر حافظ احمدالله برید د سیمې د استخباراتو کار دی

admin by admin
2019/08/17

د حافظ احمدالله وژنه کې د سیمې استخباراتو تورن ګڼل کېږي چې نه غواړي افغانستان کې سوله راشي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات وروستي شوي خو د سیمې استخباراتو هڅې پیل کړي چې دغه مذاکرات سبوتاژ کړي .

دلته کابل کې بیا باور دادی چې په پاکستان کې دملا هیبت الله اخندزاده پر ورور حافظ احمدالله برید دسیمې دهغو استخباراتو کار دی چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي .

خو طالبان بیا په دې اړه خپله بې خبري ښي .

شنونکي عبدالودود صدیقي شمشاد ته داسې وویل (( د سیمې استخبارات د خپلو اهدافو لپاره دغه شان بریدونه کوي، اوس چې د سولې خبرو کې پرمختګ شوی دی او ممکن نږدې وخت کې افغانستان ته سوله راشي د سیمې استخبارات هڅه کوي دغه خبرې ناکامه کړي تر څو افغانان بیا هم په جګړه کې پاتې شي.))

ځينې بیا په دې نظر دي چې په کویټې کې مذهبي اختلافات هم شته او شاید دغه برید هم ددغو اختلافاتو له امله شوی وي .

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا شمشاد ته داسې وویل (( په کوېټه کې د شعیه مذهبو او سنیانو ترمنځ مذهبي اختلافات، د افغانستان روان وضعیت او طالبانو سره د سولې خبرې دا ټول ددې برید عوامل وي.)) 

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې اړه خپله بې خبري ښي او وايي لا تراوسه په دې تړاو مالومات نه لري .

خو د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل داسې وویل (( د افغانستان تاکید همیشه پر دې و، چې ترهګري موږ سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښوي او د هېچا په ګټه نه ده، له همدې امله باید په ګده د ترورریزم پر وړاندې ودرېږو او مبارزه وکړ، موږ هر ډول ترهګریز عمل غندو هغه که په افغانستان کې وي او که له افغانستانه بهر.))

د مولوي هیبت الله ورور حافظ احمد الله تیره ورځ د پاکستان د کویټې ښار په قشلاق سیمه کې د جمعې لمانځه پرمهال په یوه چاودنه کې ووژل شو، خو طالبانو ته ځینو نږدې سرچینو ویلي چې د طالبانو ترمنځ هیڅ ډول اختلاف نشته او دا برید هم د طالبانو کار نه دی .

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist