Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد د افغان سولې خبرو لپاره هند ته تللی

admin by admin
2019/08/06

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی له دوحې څخه نوي ډيلي ته تللی.

زلمي خليلزاد ويلي، د سفر موخه یې د افغان سولې په برخه کې د هندي چارواکو سره خبرې او د هند ملاتړ جلبول دي.

خلیلزاد له طالبانو سره له خپلو وروستیو خبرو رضایت ښودلی او ویلي یې دي، چې امریکایي او طالب مرکچیانو تخنیکي ټیمونه به د ده په نشتون کې خپل کار ته دوام ورکوي.

که څه هم د دواړو خواو ترمنځ د اتم پړاو خبرې لا هم روانې دي، خو ګومان نه کېږي چې له لوی اختر وړاندې به کومه هوکړه یا جوړ جاړی رامنځته شي.

خلیلزاد ویلي، دواړه خواوې پر هغو تخنیکي جزئیاتو کار کوي چې له مخې به یې له څلورو برخو جوړه یوه هوکړه وشي.

د خلیلزاد او برادر ناسته

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په قطر کې د بندو دروازو تر شاه څلور ساعته خبرې کړي.

بي بي سي وایي، خبریال یې په دوحه کې له یوه طالب چارواکي سره خبرې کولې چې ملا برادر راغی او ورپسې زلمی خلیلزاد راورسېد چې په ګیله منه بڼه یې طالب غړو ته وویل ولې له یوه خبریال سره غږېږئ.

د بي بي سي خبریال ویلي، په همدې خبرې سره دواړو لورو خپل ټیلېفونونه قطري امنیتي مامورینو ته ورکړل او د بندو دروازو تر شاه خلیلزاد او ملا برادر ۴ ساعته خبرې وکړې.

له دې سره ویل کېږي چې د دوحې خبرې ښايي دوه ورځې نورې هم وغځیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist