Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

“د بهرنیو ځواکونو وتل د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو دمخه پیلېږي”

admin by admin
2019/07/30

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ويلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي، له ۲۰۲۰ کال مخکې چې شاوخوا پنځه میاشتې ورته پاتې دي، له افغانستانه د ځواکونو ایستل پیل کړي.

پومپیو ویلي، ټرمپ د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له افغانستانه د پوځیانو ایستل پیلوي او په وینا یې ده ته یې همداسې لارښوونه کړې ده.

هغه ویلي، نه یوازې له طالبانو سره خبرې شوې، بلکې د ولسمشر غني په ګډون له نورو افغانانو سیاستوالو او مدني فعالانو سره هم په اړیکه کې دی او په وینا یې د سولې او ځواکونو وتلو خبرو کې پرمختګ شوی.

تر دې دمخه ښاغلي پومپیو په کابل کې ویلي و چې هڅه کوي د سپټمبر میاشتې دمخه له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسېږي.

په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې ښاغلي ټرمپ هوډ څرګند کړی و، چې له افغانستانه به امریکايي ځواکونه باسي.

له دې سره ده هیل ورځپاڼې د یو تقاعد شوي امریکایي جنرال ډېنل مورګان له قوله لیکلي، امریکا باید په افغانستان کې خپله اوږده جګړه ختمه کړي.

ډېنل مورګان ویلي، افغانستان کې پر روانه بې مانا جګړه په میلیاردونو ډالر لګېدلي چې امریکا ته یې هېڅ ګټه نه ده کړې او په وینا یې نور باید په افغانستان کې یو امریکایي عسکر هم پاتې نه شي.

ډېنل ویلي، په جګړه کې د امریکایانو د قربانیو لپاره هېڅ موجه دلیل نه شته او زیاته کړې یې ده چې د دوی تر ټولو ستره ستراتیژیکه خطا دا ده چې له افغانستان ژر نه دي وتلي.

دغه جنرال ویلي، امریکا ته په کار ده چې ژر له دې هېواده ووځي خو پر طالبانو باید دا ومني چې دا هېواد به شاتګ ته نه اړ باسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist