Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا پلان لري چې تر دوه زره شلم کال پورې خپل ځواکونه وباسي

admin by admin
2019/07/30

امریکا غواړي له دوه زره او شلم کال مخکې له افغانستان خپل ځواکونه وباسي.

امریکا پلان لري چې خپل ځواکونه به د ۲۰۲۰ کال وړاندې له افغانستان څخه بهر کړي هغه ځواکونه چې د افغان امنیتي ځواکونو د همکارۍ لپاره افغانستان کې په ۹ اډو کې مېشت دي.

ډونالډ ټرمپ بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته لارښوونه کړې او هغه به په دې لارښوونه عمل وکړي.

ها خوا امنیت شورا وایي، دوی له امریکا سره امنیتي تړون لري او افغان ځواکونه کولای شي تر دوه زره او شلم کال پورې په ځان بسیاء شي.

امریکا سره د سولې په خبرو کې د طالبانو اساسي غوښتنه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو داسې ویلي (( د امريکا ولسمشر نه زما مالومات دادي، چې هغه د نه ختمېدونکې جګړې د پايته رسولو په اړه مشوش دی، چې سرتېري را بهر کړي، را کم يې کړي او که يوازې موږ به هلته نه يو. هغو هېوادونو ، چې افغانستان کې دنده کړې په دې پوهېږي، چې غوڅ ملاتړ ماموريت کې د اروپا او نړۍ هېوادونه شامل دي. زه هيله لرم، چې په سيمه کې د جګړه ييز ځواک لپاره اړتياوې راکمې شي. دا نه تنها زما هيله ده بلکې ډېره به په زړه پورې هم وي. ولسمشر غواړي هغوی ته خپل هېواد وسپاري او موږ خپل ميليونونه ډالر مصارف را کم کړو.))

دا مهال افغانستان کې نږدې ۱۴۰۰۰ بهرني ځواکونه دېره دي خو اوس چې د وتلو پرسر هوکړه شوې د افغانستان امنیت شورا وایي جګړه ورته له مخکې پاتې ده او افغان امنیتي ځواکونه خپله خاوره ساتلی شي.

ها خوا د پاکستان د باندنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان کې د جګړې په اړه د هېوادونو په تګلارو کې بدلون راغلی او اوس ټول په دې باوري دي، چې افغانستان کې ستونزه سیاسي حل غواړي نه جنګي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي داسې ویلي (( د امریکا او هغو هېوادونو د رهبرۍ په پالیسیو کې ژور بدلون راغلی چې پخوا د ستونزې حل لپاره د سیاسي لارو چارو پر ځای په افغانستان کې د پوځي ځواک له لارې د سولې په لټه کې وو.)) 

د امریکا له تازه څرګندونو داسې جوتیږي چې طآلبانو سره خبرې بریالۍ دي او امریکایي ځواکونه نور افغانستان کې د پاتې کېدو تکل نه لري.

خو ټینګار زیات په دې کېږي چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید تدریجي اوسي او امریکا نه باید له وتلو وروسته په افغانستان باندې خپلې مرستې او همکارۍ محدودې او کمې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist