Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د یوې بلې بین الافغاني ناستې لپاره چمتووالی روان دی

admin by admin
2019/07/25

ټاکل شوې د بین الافغاني ناستو بله هغه یې ازبکستان یا ناروې کې جوړه شي.

د بین الافغاني ناستو په دوام به بله ناسته د اګست په لومړیو کې د ازبکستان په سمرقند او یا د ناروې په اسلو کې جوړه شي.

دا ناستې له دې امله ګټورې بلل کېږي چې ګوندې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته به لار سیخه کړي.

ناسته کې سیاسیون، حکومت او طالبان برخه اخلي.

افغان حکومت د سولې خبرو لپاره اوسمهال د یو نوي مرکچي پلاوي په ټاکلو بوخت دی.

په دې ناستو کې یوازې د نظر تبادله کېږي.

باور کېږي چې د دې ناستو په جوړېدو سره لار د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرو ته سیخه شي.

اندونیزیا به هم د پاکستان او افغان دیني عالمانو د یوې ناستې کوربه وي.

د سولې او پرمختګ اسلامي حزب مشر حاجي دین محمد داسې وویل ((  دا ناسته به د راتلونکې لپاره ډېره اغېزمنه وي او لار به پرانیزي چې طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرو ته سره کیني.))

تر اوسه پورې خو د بین الافغاني ناستو ګټه داده چې نورو ناستو ته یې زمینه برابره کړې او د سولې خبرې یې روانې ساتلي دي، خو په دا ډول ناستو کې یوازې د برخوالو ترمنځ د نظر تبادله کېږي.

دا ناستې د طالبانو په خوښه جوړیږي او د غونډې برخوال به د رسمي ادرسونو استازولي نه کوي.

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا داسې وايي (( دا ټولې نظریاتي ناستې دي، چې طالبان د دوی نظر اوري او دوی ته خپل نظر وايي، او ددې ناستو ډېر طرف د طالبانو لخوا ټاکل کېږي.))

افغان حکومت د سولې خبرې په خپل مالکیت غواړي او دې خبرو لپاره اوس د یو مرکچي پلاوي په جوړېدو کار روان دی.

بهرنیو چارو وزارت د ناستو هرکلی کوي خو وایي چې ځای ناستی به د غونډو وروسته اعلان کړي.

له دې وراخوا د پاکستان ، افغانستان او اندونیزیا د دیني عالمانو ناسته به په اندونیزیا کې جوړه شي.

اندونیزیا تېرکال د افغان، پاکستاني علمانو د یوې ناستې کوربه و چې جګړه په کې ناروا اعلان شوه.

طالبانو هغه وخت ویلي وو، چې د دې ناستې برخوال دیني عالمان درباري دي او د دوی جګړه نه شي ننګولی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist