Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د فلسطین ستر ګوندونو د امریکا د سولې پلان مخالفت وکړ

admin by admin
2019/06/26

د فلسطین دوه ستر ګوندونه د امریکا د سولې پلان پر وړاندې یو لاس شوي دي.

حماس او فتاح دواړو ګوندونو د ټرمپ دغه پلان رد کړی او په بحرین کې روان کنفرانس یې په اقتصادي لفافه کې پټه سیاسي غونډه بللې ده.

اخوا په اردن او خپله بحرین کې میشتو فلسطنیانو هم د بحرین د اقتصادي کنفرانس پر ضد لاریونونه کړي دي.

فلسطین ته په هیڅ ډول د امریکا د سولې پلان د منلو وړ نه دی.

د فلسطین دوه سیال ګوندونه په دې موضوع کې شریک نظر لري او په بحرین کې د روان کنفرانس چې امریکا یې مشري کوي، هم مخالفت کوي. غزې تړانګه کې د حماس ډلې مشر اسعمیل حنیه وايي د بحرین کنفرانس په اقتصادي لفافه کې پټه سیاسي غونډه ده.

د حماس ډلې مشر، اسمعیل حنیه وویل، ((بحرین کې چې اوس کوم اقتصادي کنفرانس دوام لري هغه ته اقتصادي پوښ ورکړ شوی دی. دا داسې کنفرانس دی چې مالي او اقتصادي رنګ ورکړل شوی دی. ځکه دا د یوې پیړۍ تړون موخه دا ده چې د فلسطین غوښتنې ناکامې کړي. دویم دا چې سهونیستي نظام لا پراخه کړي او په ټوله لویدیځه تړانګه کنټرول ترلاسه کړي.))

غونډه کې له حماس سره سیالې سیاسي ډله فتاح هم ګډون درلود او ددې کنفرانس مخالفت یې کاوه.

حنیه وايي هیڅکله به فلسطیني خاوره چاته ور نه کړي او د بیت المقدس په رسمیت پیژندل ورته اوس هم غیرقانوني دي.

اخوا په اردن او خپله بحرین کې هم د بحرین د کنفرانس پر خلاف لاریونونه روان دي.

دغه لاریونونه په اردن او بحرین کې میشت فلسطني کډوال کوي.

د ټرمپ زوم او لوړ پوړی سلاکار کوشنر چې د بحرین د کنفرانس مشري کوي، ادعا لري چې د بحرین کنفرانس اقتصادي بڼه لري او اوس مهال د سولې له تړون ډیر مهم دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist