Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قطر کې اووم پړاو خبرو ته مثبتې تمې نه شته

admin by admin
2019/06/22

د امریکا او طالبانو د خبرو له لړۍ د مثبتو پایلو تمه نه کېږي.

د امریکا او طآلبانو له شپږ پړاوه بې پایلو خبرو وروسته اووم دور خبرې له خپل وخت زیاتې ځنډېدلي دي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی له تېرو څو ورځو را په دې خوا د سیمې په هېوادونو ګرځي او د امریکا استازی د راپورونو پراساس قطر ته رسېدلی چې اووم پړاو خبرې وکړي.

خو اووم پړاو خبرو ته تمه کېدای شي چې د افغان سولې برخلیک دې  وټاکي؟

د طالبانو د وخت لوی څارنوال مولوي جلال الدین شینواری داسې وايي (( د امریکا په سیاسي حلقاتو کې نوي اظهارات او انکشافات ګورو، او دې خوا د طالبانو پخوانی دریځ چې پرې ولاړ دي او ټینګ دي، دې مساېلو ته په کتو سره مذاکرات ترینګلي او کمرنګه شوي دي.))

باور کېږي چې خلیلزاد به په اووم پړاو خبرو کې طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له افغان خاورې نورو ته د ګواښ نه پېښېدو په تړاو بحث وکړي هغه دوه مسایل چې په شپږ پړاوه خبرو کې د بحث اساسي ټکي وو.

اوس خبرې له دې امله جنجالي پاتې چې امریکا او طالبانو د ګټو ترمنځ لوی تضاد وجود لري.

ورځپاڼه لیکونکی نظري پریاني داسې وايي ((  دا خبرې کېدای شي ډېرې اوږدې شي، ځکه چې تر اوسه د جګړې د ښکېلو خواوو پېژندنه وجود نه لري، او ویلی شو چې د دوی ګټې په تضاد کې دي نو په همدې ترتیب د سولې تر ټولو جنجالي مذاکرات دي.))

طالبانو څو ځله وویل امریکا منلې چې له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي، خو زلمي خلیلزاد دغه موضوع رد کړې وه او په وینا یې امریکا له طالبانو سره د یوه جامع تړون په لټه کې ده.

نیوکه دا ده چې امریکا یوازې د طالبانو شرطونه او خبرې اورېدلي او له دې ور اخوا عملي څه په لاس نه شته.

د پوهنتون استاد نجیب ازاد داسې وویل ((  د امریکا د متحده ایالتونو لخوا تر اوسه پورې چې زه خبر یمه هیڅ ډول کوم پلان نه دی شریک شوی، دا ددې باعث کېږي چې په هره ناسته کې نوې خبرې پيل شي او زه فکر کوم دا د همدې سبب شو چې طالبانو د نورو هېوادونو سره هم په ښکاره او پټ ډول خبرې شروع کړلې، چې دا د نورو هېوادونو په مستقیم ډول مداخله ده دافغانستان په چارو کې.))

د افغان سولې په اړه پاکستان کې هم یوه ناسته شوې چې پایلو ته یې چندانې هیلې نه شته دي.

تر اوسه د سولې په اړه شویو ناستو ښکاره پایله داده چې یوې ناستې بلې ته زمینه برابره کړې او له دې ور اخوا کوم بدلون نه شته.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist