Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ځينو هېوادونو د طالبانو سیاسي سټېج لوړ کړی

admin by admin
2019/06/18

طالبانو په سیمه کې له افغان حکومت سره موازي حرکتونه پيل کړي.

د جګړې له ډګر ور هاخوا طالبانو اوس په سیاسي برخه کې بې سارې اقدامات پيل کړي چې د افغان حکومت سیاسي حیثیت ته یې په مستقیم ډول ضربه رسولې ده.

د طالبانو سیاسي دفتر په ډیپلوماټیکه برخه کې افغان حکومت ته ورته سفرونه او لېدنې پيل کړې چې په دوام یې سر له اوسه اندېښنې شته.

د قطر دفتر مشر ملا برادر له چین وروسته ایران ته په سفر تللی دی.

د طالبانو د سفر جزیات تر اوسه روښانه شوي نه دي، خو برداشت دا دی چې طالبان دغه سفر د سولې د بریا په صورت کې د سیمې هېوادونو د اندیښنو رفع کولو لپاره کوي.

دا هم مالومه نه ده چې طالبان په کومو پاسپورټونو دا وړ سفرونه کوي.

تحلیل کوونکي عبدالوهاب وردګ داسې وايي (( طالبان تر پرونه د قطر له دفتره بیرون نه شو وتلای اما نن وګورئ چین ته ځي، ایران ته ځي دوه ځلې مسکو ته لاړل شاید نورو هېوادونو ته هم لاړ شي او یا تللي وي خو سفرونه به یې نمایانه شوي نه ويو دا د دې مانا ورکوي، چې افغانستان کې طالبان مطرح کړي.)) 

له دې سره د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په خپلو خبرو کې د سوله ييز افغانستان په ارزښت ټينګار کړی چې د سيمې د امنيت لپاره اړين دی.

شاه محمود قریشي له مایک پمپیو سره د افغانانو ترمنځ د خبرو د ملاتړ او په دغه لړ کې د مثبت رول ترسره کولو لپاره د پاکستان د کلکې ارادې ژمنه کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist