Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پخوانیو کمشنرانو دوسیو ته ځانګړې محکمه جوړېږي

admin by admin
2019/06/15

سترې محکمې پریکړه کړې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمشنرانو د فساد او بې غورۍ دوسیو ته ځانګړې محکمه رامنځ ته کړي.

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ټاکنیزو کمېسیونونو مخکینیو کمشنرانو دوسيې بیرته سترې محکمې ته لیږلي او د دې دوسیو نهايي کول او پریکړه کول یې له خپل صلاحیت پورته یاد کړي.

اوس سترې محکمې پریکړه کړې چې د ټاکننزو کمېسیونونو د کمشنرانو د فساد او بې غورۍ دوسیو ته ځانګړې محکمه رامنځ ته کړي.

معترض نوماندان لا هم شک لري چې دا موضوع به جدي وڅېړل شي او کنه، خو په ټاکنو د څار بنسټونه بیا اندیښنه لري چې حکومت له دې قضيې سیاسي ګټه اخلي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو مخکیني کمشنران د فساد او بې غورۍ په تور له دندو لیرې او څارنوالۍ ته معرفي شوي، دوه میاشتې کیږي چې دوسیې یې بشپړې شوي خو کومې محکمې پرې پریکړه نه ده کړې.

لوی څارنوالۍ دا دوسیې د اداري فساد پروړاندې عدلي او قضایي مرکز ته لیږلې وې، خو هغوی په دې تړاو پریکړه له خپل صلاحیت پورته بللې او اوس یې بیرته سترې محکمې ته لیږلي دي.

معترض نوماندان چې بریالیو لیستونو کې یې نومونه نه و او له پارلمان پاتې شوي، لا هم انتظار باسي چې د دوی شکایتونه جدي وڅېړل شي او تورن کسان محاکمه شي.

معترض نوماندانو داسې ویلي (( ولې دغه مهمې دوسیې ژر نه فیصله کیږي، ولې عدلي او قضايي ارګانونه دې ته په وخت رسیدګي نه کوي نو موږ ته دا تشویش پیدا کیږي، چې فساد او سیاسي لاسونه او فشارونه وجود لري،،، زموږ غوښتنه دا ده چې حق دې حق دار ته ورسیږي او دوسیې دې په وخت وڅېړل شي.))

له دې سره د کمشنرانو د دوسیو او محکمو ځنډ ته په کتو په ټاکنو د څار بنسټونه اندیښنه لري چې ګنې حکومت له دې قضيي سره سیاسي چلند کوي او د ځان په ګټه به یې وکاروي.

د لوی څارنوالۍ په تحقیقاتو کې موندل شوي چې ځینو کمشنرانو فساد کړی، ناکام وکیلان یې بریالي کړي او بریالي وکیلان یې ناکام کړي دي.

اوس تمه ده چې کله به ځانګړې محکمه جوړېږي او د کمشنرانو تورونو سپناوی به کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist