Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نا مسووله وسله والو د بلخ اوسېدونکو ژوند تریخ کړی

admin by admin
2019/06/09

د بلخ اوسېدونکي له نامسووله وسله والو په تنګ دي او له مسوولینو غواړي چې پر وړاندې یې اقدامات وکړي.

د بلخ ولایتي شورا او مدني فعالانو له امنیې قوماندانۍ غوښتي، چې د نا مسووله وسله والو او د هغوی ملاتړو د نومونو افشا کېدو تر څنګ دې د يادو وسله والو د نيولو او ځپلو لپاره اقدامات وکړي.

ولايتي شورا او مدني فعالان زياتوي، چې د ناقانونه وسله والو په ځپلو او نیولو سره به د جرايمو کچه هم راټيټه شي. ولایتي شورا او مدني فعالان وروسته له هغې دا غوښتنه کوي، چې تازه د بلخ امنيه قومندان اجمل فایز ويلي، که دغه ولايت کې شته نا مسوول وسله وال قانون ته تسليم نشول؛ نو دوی به يې له ملاتړو سره نومونه افشا کړي. 

بلخ هم په شمال کې يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې د ناقانونه وسله والو شمېر پکې زيات او د خلکو ژوند یې ننګولی دی.

د بلخ ولایتي شورا ریس افضل حدید د امنيه قومندانۍ له دغې پرېکړې څخه د ملاتړ تر څنګ وايي، چې پوليس دې په دې برخه کې بې پرې ګامونه پورته کړي او قانون دې تطبیق کړي. 

په ورته وخت کې بيا يو شمېر مدني فعالان وایي، چې يوليس دې يواځې د ناقانونه وسله والو او د هغوی د ملاتړو د نومونو پر افشا کېدو بسنه نه کوي؛ بلکې د يادو وسله والو د نيولو او ځپلو لپاره دې هم جدي ګامونه پورته کړي. 

د معلوماتو له مخې په تېرو څلويښت ورځو کې د بلخ امنيه قومندانۍ دغه ولايت کې ۳۲ تنه ناقانونه وسله وال نيولي او عدلي ارګانونو ته يې معرفي کړي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist