Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناټو به له سولې مخکې له افغانستان څخه ونه وځي

admin by admin
2019/05/26

ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت لپاره ستراتېژي بدلوي.

ناټو تر لس کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې د خپل حضور د ستراتیژۍ د بدلون تکل کړی.

غربي رسنیو د ناټو سازمان د سرمنشي له قوله خبر ورکړی چې تر راتلونکې یوې اوونۍ به د ناټو پوځي پوهان په افغانستان کې د ستراتېژۍ بدلون رامنځته کړي.

ینس سټولنبرګ ظاهرا د افغانستان سویل او خیتځ کې نویو را ولاړو شویو ستونزو ته په پام په ستراتيژۍ له سره کتنه ښودلې ده.

ارګ وايي، ناټو دغه کار له دوی سره په مشوره کوي.

د یاد سازمان سرمنشي ویلي، تر څو چې افغانستان سولې او ټیکاو ته نه وي رسیدلی دوی له افغانستان څخه نه وځي.

خو تحلیل دا دی چې ناټو د نوې ستراتیژۍ له بدلون سره غواړي افغانستان کې جګړه مبهمه او اوږده وساتي.

ناټو اوس په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې خپل فعالیتونه یوازې تر مشورو، تجهیز او روزنې محدود ګڼي.

تر اوسه د نوې اعلانېدونکې ستراتيژۍ جزیات نه دي خپاره شوي خو له دې موضوع برداشت دا دی چې ناټو له افغانستان څخه پښې سپکوي.

د ۲۰۰۲ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې ناټو په افغانستان کې له طالبانو او القاعدې سره د جګړې سنګرونه خلاص ساتلي و، چې لږ تر لږ شپږ کاله وړاندې بهرنیو ځواکونو یاد مسولیت افغان ځواکونو ته ور تر غاړې کړ.

ناټو داسې مهال په دې برخه کې غور پيل کړی چې ورسره جوخت امریکا له طالبانو سره د سولې له هیلو ډکې خبرې جاري ساتلې دي، هغه خبرې چې تمرکز یې د بهرنیو ځواکونو په وتلو دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist