Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په دوه اړخیزو اړیکو د چین ټینګار!

admin by admin
2019/05/22

چين افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو د پراختيا هيله مندي وښوده.

د چين د کمونيست ګوند د نړيوالې څانګې مرستيال وزير او کابل کې د چين سفير افغانستان او چين ترمنځ  د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو پراختيا ته هيله مندي وښوده.

دغه چينايي چارواکي وايي، د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو او همکاريو پراختيا به د دواړو ملتونو ترمنځ نږدې والي ته زمينه برابره کړي.

کابل کې د چين سفير او د ياد هېواد د کمونيست ګوند د نړيوالې څانګې مرستيال وزير شمشاد ټلوېزيون څخه د ليدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو په پراختيا ټينګار وکړ.

مرستيال وزير د دواړو هېوادونو د رسنيو د چارو د لاپراختيا غوښتنه وکړه او ډاډ يې وښود، چې دې برخې ته به زياته پاملرنه کوي.

د کمونيست ګوند د نړيوالې څانګې مرستيال وزير وانګ یاجون  داسې وویل (( افغانستان ته د دې سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو پراختيا ده، د هېوادونو ترمنځ اړيکې د زړونو ترمنځ اړيکې زياتوي او واټن را کموي.))

د شمشاد تلويزيون مشرتابه هم چين د افغانستان له تاريخي سټراټيژیکو دوست هېوادونو له ډلې ياد کړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ورته اړيکو د پياوړتيا هيله وښوده.

په ياده ليدنه کې د شمشاد ټلوېزيون رئيس له لوري له چينايي پلاوي غوښتنه وشوه ،چې هلته افغانانو ته د زده کړو زمينه برابره شي.

د شمشاد ټلوېزيون رئيس عبدالکريم فضل داسې وویل ((چين او افغانستان دوستانه تاريخي اړيکې لري او په دې هيله، چې دا اړيکې نورې هم پراخې شي. موږ تمه لرو چې چین به د افغان محصلینو لپاره لا ډيره د زده کړو زمینه برابره کړي.))

چین چې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکي لري، په سوداګرۍ او ګډو پروژو ټینګار لري چې دواړو هېوادونو ته یې ګټه رسیدلی شي.   

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist