Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګرو ملتونو د خراسان لپاره دداعش ډله تور لست کې شامله کړه

admin by admin
2019/05/16

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د خراسان لپاره داعش وسلواله ډله د بندیزونو په لیست کې شامله کړې.

باور کېږي چې په دې سره به د دې ډلې فعالیتونه کمزوري شي.

خو له ملګرو ملتونو غوښتنه کېږي که د دې ډلې له منځه وړل هدف وي نو د دوی په ملاتړو هېوادونو دې فشار راولي.

په عراق او سوریه کې د داعش له ماتې وروسته اوس د دې ډلې زیات تمرکز په افغانستان دی.

اوس چې د داعش فعالیتونه په سیاسي لحاظ زیات شوي ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د خراسان ډله د بندیزونو په هغه لیست کې ور زیاته کړې چې نړیوالې ترهګریزې شبکې په کې شاملې دي.

امنیت شورا له دې پرېکړې هرکلی کړی او ډاډ یې ښودلی چې داعش به افغانستان کې خوندي ځای پيدا نه کړي.

د اسلامي دولت نومي دا وسلواله ډله په ختیځ کې ډېره فعاله ده چې باور کېږي جنګیالي ورته د افغانستان تر څنګ له پاکستان هم جذبیږي. دې ډلې خپل پټنځای د اوس لپاره کونړ ټاکلی خو د هېواد په سویل لودیځ او شمال کې یې هم فعالیتونه محسوس دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه له دې امله مهمه بلل کېږي چې په افغانستان کې به یې جګړه کمزورې شي.

له عراق او سورې څخه د داعش وسلوالې ډلې مشر ابوبکر بغدادي احتمالي راتګ پاکستان او افغانستان ته پوښتنې راپورته کړي چې څنګه کېدای شي تر دې ځایه ژوندی را رسېدلی وي.

خو ټینګار په دې کېږي که له دې ډلې سره جګړه یو واقیعت وي نو په ملاتړو هېوادونو دې فشار راوستل شي.

افغانستان کې دا مهال د ۲۱ وسلوالو ډلو خبره کېږي چې له دې القاعده او داعش په تورلیست کې شاملې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist