Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کونړ کې دداعش فعالیتونو خلک اندېښمن کړي

admin by admin
2019/05/15

په کونړ کې د داعش حضور خطرنګ لورته روان دی.

د کونړ ولایت خلک وایي، وروستیو کې د نورو وسله والو ډلو سربېره د داعش فعالیتونه زیات شوي او په باور یې که مهار نه شي، حکومت او ولس ته لوی سرخوږی جوړولی شي.

دوی وایي، حکومت دې د وسله والو ډلو ترمنځ د خپلمنځي جګړو ننداره نه بلکي د ځپلو لپاره دې یې لاس پکار شي.

داعش او طالبان یوازې په خپلو منځو کې جګړې نه کوي.

ددې سیمې ځایي خلک وایي، وخت ناوخت دافغان امنیتي ځواکونو په پوستو هم بریدونه کوي، چې قربانیان یې پر ځواکونو سر بېره عام خلک هم وي.

تر نورو بیا ډېر د امنیت په برخه کې د ناړۍ ولسوالۍ خلک له حکومت ګیلې لري.

دوی وایي، د نا امنیو او جګړو قرباني دي؛ خو په خبره یې څوک یې د غږ اورېدو نشته.

د ولس استازي هم  دولس خبرو ته قوت ورکوي او اندېښنې یې پر ځای ګڼي.

د ولسي جرګې غړی جاوید ساپی وایي، نا امنۍ د کونړ مرکز اسعد اباد ته رسېدلي او دا د چارواکو بې‌غوري بولي.

د کونړ ځايي خلک وایي، که وضعیت همداسې دوام وکړي کونړ به نږدې راتلوونکي کې له ډېرو نورو بدبختیو سره مخ شي. 

کونړ کې ۱۷ حکومت ضد وسله والې ډلې شتون لري او هر وخت نا امنیو ته کار کوي.

د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد یوسف بیا د خلکو له نیوکو سره سره هم وسله والې ډلې ځپېدلې یادوي او وایي، د پرمختګ وس هیڅ نه لري.

خو ولسونه بیا د چارواکو له خبرو سره په یوه نظر نه دي او اندېښمن دي، که چیرې وضعیت همدا ډول ادامه پېدا کړي، نو داعش ډله به د کونړـ جلال اباد لويه لاره هم قطعه کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist