Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل او اسلام‌اباد پر مهمو موضوعاتو خبرې کړي

admin by admin
2019/04/10

په اسلام‌اباد کې افغان سفیر ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل.

پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي او پر مهمو دوه اخیزو موضوعاتو یې خبرې کړي.

دغه لیدنه چې نن له غرمې وروسته شوې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا، د سوداګړۍ په ودې، د افغانستان د سولې پروسه کې د پاکستان په صادقانه همکارۍ، په پاکستان کې د افغان کډوالو په ستونزو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې شوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغان سفیر ته د افغانستان په هکله د پاکستان د لومړي وزیر ښاغلي عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه د پوره وضاحت ترڅنګ، د دې ډاډ ورکړ چې پاکستان په هیڅ ډول د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هوډ نه لري او نه ځانته دا حق ورکوي.

قریشي زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ته په درنه سترګه ګوري او په راتلونکي کې به له دې ډول څرګندونه څخه په جدي توګه ډډه وشي. همداراز په دغې لیدنه کې په نږدې راتلونکې کې د دواړو هیوادونو د علماوو ترمنځ د یو ګډ کنفرانس په جوړیدو هم بحث شوی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په یادو برخو کې د هرراز عملي همکارۍ ژمنه کړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist