Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دوه وزیران له استیضاح بریالي ووتل

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/26

د مخابراتو او ترانسپورټ وزیران د ولسي جرګې له استیضاح بریالي ووتل.

دوه وزیران د ولسي جرګې له استیضاح بریالي ووتل چې تیر مالي کال کې یې پراختیايي بودجه له اویا سلنې کمه مصرف کړې وه .

په دیارلس سوه شپږ نویم مالي کال کې د مخابراتو وزارت نهه پنځوس او  د ترانسپورټ وزارت بیا څلورویشت سلنه پراختیايي بودجه مصرف کړې وه چې د ولسي جرګې له استیضاح سره مخ شول .

وزیرانو په خپلو دلایلو سره د ولسي جرګې قناعت ترلاسه او په خپلو څوکیو پاتې شول .

ولسي جرګې دمخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ او دټرانسپورت وزیران له دې امله استیضاح کړي و چې په شپږنویم مالي کال کې یې پراختیايي بودجه کمه مصرف کړې وه .

ولسي جرګې پریکړه کړې وه چې هغه وزیران به  استیضاح کوي چې پراختیايي بودجه یې له اویاسلنې کمه مصرف  کړي وي  ، دمخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ او دټرانسپورټ وزارت هغه بودجوي واحدونه دي چې نه دي توانیدلي په تیرمالي کال کې دخپلې پراختیايي بودجې مصرف له اویاسلنې واړوي .

د بودجې د نه مصرف په تړاو د یادو وزارتونو وزیرانو خپل دلایل درلودل چې جرګې ته یې وړاندې کړل .

د دواړو وزیرانو دغو دلایلو د وکیلانو قنات ترلاسه کړ چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل اریوبي ته له یوسلو پنځه دیرش حاضرو وکیلانو له ډلې ۷۷ د تایید او ۴۹ د رد رایې ورکړل شوې او ټرانسپورت وزیر حمید طهماسي ته ۷۶ د تایید او ۵۰ د رد رایې په صندق کې ولوېدې چې له دې سره دواړه وزیران له استیضاح بریالي راووتل .

په جرګه کې پر نورو موضوعات هم بحث او خبرې وشوې .
ولسي جرګې له ټاکنو کمیسیون وغوښتل چې نور دې د ټاکنو پایلې نه ځنډوي او د کابل په ګډون د پکتیا او بغلان د ټاکنو پایلې دې هم اعلان کړي .

وکیلانو له امنیتي اورګانونو وغوښتل چې پرټولګټو وزارت دوړمې ورځې دبرید عاملين پیدا کړي ځکه تر اوسه ددغه بریدمسولیت کومې ډلې نه دی منلی .

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist