Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني: له فساد سره مبارزه کې جدي یوو

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/09

ولسمشر له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې یو ځل بیا ډاډ ښودلی چې حکومت له فساد سره مبارزه کې جدي دی.

ولسمشر انديښنه وښوده چې فساد جګړې او بې کارۍ ته لار هواره کړې او د اساسي قانون د تطبیق مخه یې نیولې ده.

هغه له فساد سره د مبارزې په برخه کې لوی څارنوالۍ ته د ځینو لوړپوړو ملکي او نظامي چارواکو د معرفي خبره وکړه چې له فساد سره د حکومت اراده په ډاګه کوي.

ولسمشر غني انديښنه ښودلې، که ځوانان په دولتي چوکاټ کې ځای په ځای نه شي، دا په دې مانا چې بیا ماضي ته ګرځو.

ولسمشر چې له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې مناسبت یوې غونډه ته وینا کوله ډاډ وښود چې حکومت له فساد سره مبارزه کې جدي دی او په دې برخه کې یې زیات ملکي او نظامي لوړپوړي چارواکي تر پوښتنو لاندې نیولي دي.

له دې سره د افغان حکومت همکار او مرستندویه هېوادونو ډاډ ښودلی چې له افغان حکومت سره د فساد ضد مبارزه کې همکاري وکړي.

ولسمشر باور وښود چې ځوانان کولای شي له فساد سره مبارزه کې جدي مبارزه وکړي او حکومت به کار وکړي چې مهمو بستونو باندې ځوانان وګماري.

ولسمشر په ځوانانو باور ته په اشارې وویل چې که ځوانان سیستم کې داخل نه شي، په دې مانا چې ماضي خواته به لاړ شو.

له دې سره په کابل کې د امریکا سفیر ټینګار کړی چې د قوانینو د جوړیدو پر ځای باید د قانون تطبیق باندې کار وشي چې ښکاره پایلې ورکړي.

د امریکا سفیر جان باس داسې ویلي ((  هغه خلک چې له درغلۍ ګټه پورته کوي له بده مرغه ډېر مبتکر دي او په دې برخه کې ډېر له ابتکار کار اخلي تر څو د فساد زمینه برابره کړي او ګټه ترې واخلي. د فساد د مخنيوي په برخه کې باید قانون په ټوله مانا پلی شي اوکه پلی نشي ډېر قوانين څه مانا نه لري او افغانستان له دې پرته بریا ته نشي رسېدلی.))

کابل کې د بریتانیا سفیر بیا له افغان حکومت سره د همکاریو ډاډ ښودلی چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې به یې کوي.

کابل کې د بریتانیا سفیر نیکولاس داسې ویلي (( بريتانيا حکومت افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې اوږدمهاله همکاری دی او په تېرو کلونو کې يې په دې برخه کې ډېره مالي مرسته کړې ده او په دې برخه کې خپله ژمنه بیا تازه کوي. درغلي اقتصادي پیاوړتیا ، نړيواله سوداګري او له ټولو مهمه دا چې بې وسه وګړي او ټولنې خرابوي.))

که څه هم په افغانستان کې لا هم د پراخ فساد راپورونه شته، خو ځینو نړیوالو غونډو کې د افغان حکومت هڅې ستایل شوي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist