Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شکایتونو کمیسیون د ټاکنو کمیسیون اسنادو ته په تمه دی

admin by admin
2018/12/08

د کابل پر رایو به دواړه ټاکنیز کمېسیونونه چنې وهي چې باطلې او یا هم معتبرې حساب شي.

ټاکنو کمېسیون بیا وایي چې شکایتونو کمېسیون ته به مالومات ورکړي چې ستونزه حل شي.

د کابل رایو په تړاو د ټاکنیزو کمېسیونونو جنجال وروستی شوی ندی او لا هم مالومه نده ده چې د کابل رایې به باطلې او که معتبرې حساب شي.

اوس چې دواړه کمېسیونونه د حکومت په منځګړیتوب په ځينو مواردو ګډ تفاهم ته رسېدلي، شکایتونو کمېسیون وايي، هغه کسان چې د دوی لخوا له دندو لرې شوي باید له دندو لرې شي، او که ټاکنو کمېسیون د کابل د رایو په تړاو سم مالومات ور نه کړي، دغه رایې هم باطلې دي.

اوس نیوکه دا ده چې دواړه کمېسیونونه خپلواک ندي او د حکومت تر تاثیر لاندې دي.

ټاکنو کمېسیون وايي، حکومت یوازې مځګړیتوب کړی او د کابل د رایو په تړاو به شکایتونو کمېسیون ته مالومات ورکړي چې دا رایې باطلې نه شي.

په ټاکنو د څار بنسټونه ټینګار کوي چې اوس دې دواړه کمېسیونونه سالمې پرېکړې ته ورسېږي چې ستونزه حل شي.

فیفا د حکومت مداخله د دواړو کمېسیونونو د نه همغږي او ضعیف مدیریت له امله بولي.

د شکایتونو کمېسیون پرېکړه ټاکنو کمېسیون ځکه نه مني چې سیاسي ده او په دومره لوړه کچه فساد پکې ندی شوی چې رایې دې باطلې شي.

بل خوا د کابل د رایو د نامالوم برخلیک له امله خلک په دواړه کمېسیونونو نیوکې کوي چې د خلکو رایو ته احترام نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist