Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کېک‌ بوکس ملي فډراسیون ملي لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي سيالۍ پيلوي

کېک‌ بوکس ملي فډراسیون ملي لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي سيالۍ پيلوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/13

د کيک‌ بوکسېنګ ملي فډراسیون له لوري د دې ورزشي برخې ملي لوبډلې لپاره د یوولسم پړاو غوراوي سیالیو پيلولو مراسم ترسره شول.

مسوولین وایي، په دې پړاو سیالیو کې شاوخوا۱۸۰ لوبغاړو له فراه، هرات، هلمند، کاپیسا، پنجشیر، کندز، بلخ، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ګډون کړی و چې موخه يې د لوبغاړو هڅونه او د ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو غوراوی دی.

د کېک‌ بوکسېنګ ملي فډراسیون تخنیکي مرستیال خواجه فدا محمد صدیقي وايي: « په دې لوبو کې د هېواد له ۳۰ ولایتونو څخه ۱۵۰ تنو لوبغاړو ګډون کړی، همدارنګه ۳۰ لوبغاړي هم د مرکز کابل دي چې ټولټال ۱۸۰ تنه کېږي او له دوی به ملي ټیم ته لوبغاړي غوره شي.»  

ځينې نور مسوولین د تېرو کلونو په پرتله د غوراوي په دې سیالۍ کې د ګډون کوونکو شمېر زيات ښيي او ډاډ ورکوي چې ټول ګډونوال لوبغاړي په دې پړاو سیالیو کې د لوبېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

دوی زیاتوي، د کېک‌ بوکسېنګ ملي فډراسیون ونډه د نورو ورزشي څانګو په پرتله په نړیوالو سیالیو کې کمه ده او له حکومت غوښتنه کوي چې د دې ورزشي برخې لپاره د نړیوالو سیالیو د ترسره کولو زمینه هم برابره کړي.

د کېک‌ بوکسېنګ ملي فډراسیون د شمال ‌ختیځ زون مسوول نصیر احمد عاطف وایي: « د کېک بوکسېنګ فډراسیون رهبرۍ څانګه کې مو یو کمیسیون جوړ کړ چې په کې  ولایتونو غړي شامل دي. موږ به په دې دوره کې وکولی شو چې له ولایتونو څخه هم لوبغاړي وټاکو، ترڅو حق حقدار ته ورسېږي.»

د کېک ‌بوکسېنګ ملي فډراسیون د څارنې کمېټې مسوول بریالی رحیمي وايي: « ډېر هېوادونو د دې څانګې لپاره موږ ته بلنه نه ده راکړې، حال دا چې موږ په دې څانګه کې د سروزو مډالونه ګټلي او ښه قهرمانان لرو.»

له دې سره د سياليو ګډونوال لوبغاړي په دې پړاو سياليو کې د چمتووالي د ډاډ ورکولو ترڅنګ له حکومت د لا زيات ملاتړ غوښتنه کوي.

د کېک بوکسېنګ لوبغاړی یاسر یورش وايي: « مسابقې په ډېره ښه توګه مخکې ځي او په لوړه کچه ترسره کېږي. موږ د دې مسابقو له ترسراوي ډېر خوښ یو.»

لوبغاړی خیرالله وايي: « زه له دولت غوښتنه لرم چې موږ ته د دې زمینه برابره کړي چې د نړۍ په کچه لوبې وکړو او هېواد ته ویاړونه راوړو.»

د یادولو وړ ده چې د دې کنفرانس پرمهال د المپیک ملي کمېټې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست چارواکو ټینګار وکړ چې د لوبو په ټولو برخو کې به له لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist