Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د هېواد پر کچه د ټوکر جوړولو کارخونې چارې ۷۵ سلنه بشړې شوې

کندهار کې د هېواد پر کچه د ټوکر جوړولو کارخونې چارې ۷۵ سلنه بشړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/19

په کندهار کې د سندس نساجي په نوم د ټوکر جوړولو یوه لویه کارخونه د ۵۰ میلیون ډالرو په لګښت د څو شرکتونو او پانګوالو په سهميې سره جوړېږي چې دا مهال يي ودانیزې چارې ۷۵ سلنه مخ ته تللې او د یوه کال په موده کې به يي ټولې چارې بشپړې شي.

د کارخونې مسوولین وايي، د هېواد پر کچه د ټوکر جوړولو دې کارخونې د لومړي فاز له جوړېدو سره به هره ورځ۵۰ زره متره ټوکر تولید شي او تر څنګ به یې د ۱۰۰ زره متره ټوکر د رنګولو وړتیا هم پیدا شي.

د دوی په خبره، دا کارخونه به په لومړي سر کې۹۰۰ مسلکي او غیر مسلکي کارکوونکي ولري، خو د دويم فاز له جوړېدو سره به يې د کارکوونکو شمېر ۱ زر او ۵۰۰ تنو ته ورسېږي او تر څنګ به يي په ورځنۍ کچه تر۱۵۰ زره متره ټوکر تولید شي.

د سندس نساجۍ کارخونې ویاند رحمت رشید وايي: «د سندس نساجۍ کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ زره متره ټوکر تولیدوي او ۱۰۰ زره متره نور رنګوي. دغه شمېرې به د دویم فاز په بشپړېدو سره ډېرې لوړې او تر ۱۵۰ زره مترو پورې به ورسېږي. په دې کارخونه کې به لومړی ۹۰۰ تنه بهرني او کورني مسلکي کارکوونکي کار کوي او د دویم فاز په بشپړېدو سره به دا شمېره تر ۱ زر ۵۰۰ تنو لوړه شي.»

د کارخونې مسوولینو په خبره، په پام کې ده چې توليد کړی ټوکر نورو هېوادونو ته هم صادر شي.

یو شمېرپانګوالهم دغه ډول پانګونه د هېواد لپاره مهمه بولي او وايي، د سترو کارخونو جوړېدل افغانستان ځان بساينې ته نږدې کولی شي.

پانګوال محمد سعید صدیق وايي: « پخوا بهرنیانو ته تمه وه، خو اوس له هغوی تمه شلېدلې او دا هېواد به افغانان جوړوي. دا کارخونه د افغانستان د ځان بساینې پر لور یو ګام دی. دا ډول نورې کارخونې به هم جوړيږي او د افغانستان خام مواد به په داخل کې په صنعتي توکو بدل او بهر ته استول کېږي.»

ورته مهال، د کندهار صنعت او کانونو خونې مسوولین وايي، په دې ولایت کې راتلونکی کال د ټوکر، درملو او سيمنټو د درېیو سترو تولیدي کارخونو ترڅنګ، ۳۵ نورې  کارخونې هم جوړېږي چې زرګونه کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

د کندهار د صنعت او کانونو خونې رییس سید سرور اماني وايي: « راتلونکی کال به په کندهار کې له ۳۱ تر ۳۵ نورې نوې کارخونې هم ولرو. په دې کې د سیمې پر کچه یوه له لویو  کارخونو هم د سندس ټوکر جوړولو کارخونو ده چې په ۵۰ میلیونه ډالرو پانګونې سره جوړېږي. دا فکارخونه به ډول ډول نارینه او ښځینه ټوکر تولیدوي. بله کارخانه هم د درملو جوړولو یوه لویه کارخونه ده چې په نړیوال ستندرد سره به درمل تولید کړي او افغانستان به ځان بساینې ته ورسوي.»

دا لومړی ځل دی چې د هېواد پر کچه په شخصي پانګونه د ټوکر جوړولو لویه کارخونه جوړیږي. له دې سره، کندهار کې د نخي نساجۍ او نخي پشمي په نوم دوې نورې دولتي کارخونې هم دا مهال د ټوکر جوړولو په برخه کې فعالیت کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist