Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ بورډ: د افغانستان غوره لیګ سیالۍ به راتلونکي کال اماراتو کې ترسره شي

کرېکټ بورډ: د افغانستان غوره لیګ سیالۍ به راتلونکي کال اماراتو کې ترسره شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/22

کرېکټ بورډ د افغانستان کرېکټ غوره لیګ(اې‌پي‌اېل) سیالیو د وخت او ځای اعلان وکړ.

د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د شل اوریز غوره لیګ سیالۍ به د راتلونکي ۲۰۲۶ زېږدیز کال په وروستيو کې په متحده عرب اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان غور لیګ د سیالیو د وخت او ځای اعلان په اړه په عربي اماراتو کې یوه غونډه هم رابلل شوې وه چې د افغان لوبغاړو ترڅنګ په کې ګڼ شمېر ملي او نړیوالو سوداګرو ګډون کړی و.

یادې غونډې ته د کرېکټ بورډ اجراییوي ریيس ويلي، اې‌پي‌اېل کې به د پخوا په څېر پنځه لوبډلې ګډون ولري.

د کرېکټ بورډ اجراییه ریيس نصیب‌خان وايي: « دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې د ۲۰۲۶ کال په وروستۍ ربع کې د پنځو ټیمونو په ګډون ترسره شي. د ټیمونو نومونه هماغه پخواني دي، خو هر شرکت چې دا ټيمونه پېري، کولی شي خپل نوم ورسره زیات کړي.»

د کرېکټ بورډ ریيس بيا د افغانستان کرېکټ غوره ‌لیګ سیالیو بیا پیلېدل یوه ستره، مهمه او عایداتي پروژه بولي او زياتوي چې له هر اړخه د افغانستان په ګټه ده.

د کرېکټ بورډ ریيس میرویس اشرف وايي: « دا یوه ستره او بنسټیزه پروژه ده او زه ورته ډېر خوشاله یم. د دې عواید به کرېکټ بورډ او افغانستان ته راځي او دغه راز به لوبغاړو ته هم ډېره ګټه ولري.»

د کرېکټ ملي لوبغاړي د افغانستان غوره لیګ بیا پیلېدل د هېواد د کرېکټ غوړیدا لپاره یو مهم پړاو بولي او وایي، د دې لیګ په پیلېدو سره به ګڼ شمېر نوي لوبغاړي خپلې وړتیاوې افغانستان او نړۍ ته وښیي.

د کرېکټ پنځوس اوریزو لوبو لوبډلمشرحشمت الله شهیدي وايي: « زه تمه لرم چې له دا ځل اې‌پي‌اېل څخه به هم ډېر ځوان لوبغاړي ملي ټیم ته راشي او بیا د افغانستان لپاره لوبې کوي.»

همدارنګه کرېکټ بورډ د افغانستان غوره لیګ سیالیو لپاره نوی نښان یا لوګو هم نندارې ته وړاندې کړه.

ملي لوبغاړي وایي، د ځوانو لوبغاړو لپاره به دا سیالۍ ځکه ګټورې وي چې تجربې به یې ورسره ښې شي او په کور دننه او نړیواله کچه به یې د پرمختګ لپاره لار هواره شي.

د شل اوریزې ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان وايي: « دا ډېره ښه خبره ده چې د افغانستان غوره لیګ یوځل بیا پیل کېږي. دا نه یوازې د ملي ټیم بلکې د هغو لوبغاړو لپاره هم یو ښه فرصت دی چې افغانستان کې دي. هغوی به دلته د نړۍ له لوبغاړو سره ولوبېږي او زده کړه به کوي. دا د افغانستان د کرېکټ بورډ لپاره هم ډېره ښه سټېج دی.»

له دې مخکې کرېکټ بورډ د روانې ډسمبر میاشتې پر نهمه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د افغانستان غوره لیګ د پیل لپاره مراسم به د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. کرېکټ بورډ دا هم ویلي و چې د ای‌ټي‌ډبلیو- ټي‌جي په نامه شرکت ته یې په دې ليګ کې د پانګونې حق ورکړی.

له دې مخکې په پام کې وه چې د افغانستان غوره لیګ سیالیو ترسره کېدو ځای او پیل نېټې په هکله په تېره اګست میاشت کې اعلان وشي، خو د کرېکټ بورډ مسوولینو په خبره، د اداري چارو او تخنیکي ارزونو له امله دغه څه تر ډسمبر پورې وځنډېدل.

ملي لوبغاړی رحمت شاه زرمتی وايي: « دا لیګ له مالي پلوه هم د کرېکټ بورډ او هم د لوبغاړو لپاره دېر ښه دی. همدارنګه د کورني کرېکټ لوبغاړو ته به له ملي او نړیوالو لوبغاړو سره د لوبېدو چانس برابر شي او ورسره به د افغانستان کرېکټ پرمختګ وکړي.»

افغانستان کرېکټ غوره لیګ د شل اوریزو سیالیو سوداګریز لیګ دی چې د تنظیم او مدیریت چارې یې د افغانستان کرېکټ بورډ مخته وړي.

د دغو سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۸م کال ترسره شو چې په کې پنځو لوبډلو ګډون درلود او اتلولي يې د بلخ لیجنډز لوبډلې د کابل ځوانان لوبډلې ته د ماتې په ورکولو سره ګټلې وه.

په ۲۰۱۹ کال کې بیا د افغانستان کرېکټ بورډ د ځینو ښکېلو شرکتونو په مالي مسایلو کې د روڼتیا نه شتوالي له تورونو سره د دې سیالیو ځنډېدو خبره کړې وه. د کرېکټ نړیوالې شورا ای‌سي‌سي د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ په ۲۰۱۸ کال کې په رسمیت وپېژانده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist