Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کار او ټولنیزو چارو وزارت: د روان کال دویمه ربعه کې څه باندې ۳۴ زره د کار جوازونه وېشل شوي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: د روان کال دویمه ربعه کې څه باندې ۳۴ زره د کار جوازونه وېشل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/23

که له یوې خوا ځوانان له بې‌روزګارۍ سر ټکوي، خو له بلې خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولين ادعا کوي، چې د روان کال په دویمه ربعه کې یې څه باندې ۳۴ زره د کار جوازونه وېشلي دي.

 د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، د ياد شمېر جوازونو د ویش له درکه میلیونونه افغانۍ عواید د سرپرست حکومت بودیجې ته جمعه شوي.

د ابراهیمي په خبره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې د جوازونو د وېش لړۍ اسانه کړي.

هغه په دې اړه وايي:«  د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۱۴۰۳کال په دویمه ربع کې له ۳۴ زرو زیاتو هېوادوالو او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشلي دي. یاد کسان په امارتي ادارو، خصوصي سکټور او موسساتو کې په رسمي دندو ګومارل شوي. همدرانګه د دې کال په لومړۍ ربع کې ۲۲ زره ۴۲۷ تنو ته د کار جوازونه وېشل شوي وو.  د یادولو وړ ده، په کومو برخو کې چې د ښځو کار ته اړتیا لیدل کېږي او د دوی خدمات د نجونو او ښځو لپاره وي، ښځې هم په کار ګومارل شوي. »

په ورته وخت کې ابراهیمي وايي، د کار په وېشل شویو انفرادي جوازونو کې  ۱ زر ۱۲۲ هغه يې بهرنيو وګړو ته وېشل شوي.

اخوا د سیاسي چارو شنونکي د سرپرست حکومت دا کړنه ستايي او وايي، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره به بهر ته د ځوانانو د تګ مخه ونیول شي، خو غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ کمولو لپاره د پانګونې زمينه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي:« دا یوه مثبته لړۍ ده، ډېری افغانانو ته د کار زمینه برابرېږي او د بې کارۍ کچه په افغانستان کې راښکته کېږي. همدارنګه د حکومت لپاره هم د ښه عوایدو راټولولو زمینه برابرېږي. تر ټولو مهمه هغه بهرني وګړي چې په افغانستان کې پانګونه کوي، یا دلته کاروبار کوي، جوازونه اخلي، هغوی لپاره که دغه شان شرایط وضع شي، چې دوی باید کاروي ځواک له افغانانو تشکیل کړي، همدارنګه په مسلکي برخو کې افغانانو ته زده کړه ورکړي، ترڅو دوی( افغانان) هم د کار ترڅنګ یو مسلک زده کړي. »

بلخوا متشبثې ښځې وايي، په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت لخوا له کاروباري ښځو سره مرستې شوي، چې بلګه يي په تېرو نندارتونونو کې د ښځو ونډه وه.

دوی وایي، په نندارتونونو کې صنعتکارو ښځو وکولی شول، چې د دوی په نوښت توليد شویو توکو ته ښه بازار موندنه وکړي.

متشبثه زهرا ځاځۍ وايي:« جواز مې اخیستی دی. شاوخوا یو نیم کال کېږي چې فعالیت لرم، له فعالیته  ډېره راضي یمه. که کوم ډونر وي، که د اسلامي امارت له لوري له ما سره مالي مرسته وشي، زه به خپلې سوداګرۍ ته نوره هم پرمختګ ورکړم. شخصا زه له خپل کاره راضي یمه.»

متشبثې ښځې غوښتنه کوي، چې راتلونکو نندارتونونو کې دې هم ورته ونډه ورکړل شي، څو يې کاروبار وده وکړي او ښځې له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist