Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: د ورزشي خبريالانو تر منځ د کرېکټ دوستانه سيالي ترسره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/14

په کابل کې د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۲۲ مه» د افغانستان د ورزشي خبريالانو تر منځ دولس اوریزه دوستانه سیالي ترسره شوه.

دغه دولس اوریزه  سیالۍ د افغانستان کرېکټ او ورزشي خبریالانو له خوا تنظیم شوې وه او کابل کې د کرېکټ په  نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د دې  سیالۍ لوبغاړي هغه خبریالان دي،چې له کابل سربېره په ګڼو ولایتونو کې یې د ورزش برخه کې  فعالیتونه تر سره کړي او دوام ورکوي. 

ورزشي خبریال هارون آشنا وايي:«موږ تېر کال هم سيالي تر سره کړې وه او اوس مو هم تر سره کړه. ډېر زيات خوشاله يو، دغه شان سیالي نورهم زموږ او دوی تر منځ انډيوالي او د رسنيزې برخې اړيکې لام ځواکمنې کوي.»

ورزشي خبریال حامد احمدزی وايي:« دا چې په هېواد کې له وروستیو ناخوالو وروسته په لومړي ځل د خبريالانو تر منځ د کرېکټ سيالي وشوه، يوه ډېره ښه دوستانه سیالي وه،د فکر بدلون له پاره. په دې هېله،چې د کرېکټ بورډ له لورې د خبريالانو تر منځ دغه ډول سيالۍ پر لاره واچول شي.»

ځنې نور ورزشي خبريالان بيا وايي،د خبريالانو تر منځ دغه ډول راټولېدنه،په رسنیزه برخه کې د همکارۍ لامل کېږي او د ورته نورو دوستانه سیالیو غوښتنه لري.

ورزشي خبریال فضل ارمان وايي:« که څه هم ځنې ملګري مو پېژندل،يو بل سره خو، ډېر په کې نوي ول، نو دغه سيالۍ په دې خاطر ښه وه،چې له يو بل سره لېدنه او پېژندلګوي رسنیز ډګر کې ډېره مرسته کوي او په ځانګړي ډول اوس وخت کې.»

کرېکټ څارونکی شیر الله شاکر وايي:« د خبریالانو لپاره دغه ډول يو فرصت جوړول، د افغانستان کرېکټ بورډ او خبریالانو تر منځ همېشه دغه تړون دوامداره وي، نه یوازې چې دا لومړی ځل دی، بلکې تر دې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ غوښتي دي،چې د خبریالانو لپاره دغه ډول يو فرصت جوړ کړي.»

د يادې لوبې تنظيمونکي وايي،د  هېواد په اوسنيو شرايطو کې چې خبريالان له ډېرو ننګونو سره مخ دي،دا یې مناسبه وګنله،چې د خبریالانو د پام بدلېدو او نظرونو شريکېدو لپاره دغه ډول سيالي جوړه کړي.

د لوبې تنظيموونکی سميع الله پام وايي:«دغه سيالي چې د افغانستان د ورزشي خبريالانو تر منځ جوړې شوي، هدف يې دا وو،چې افغان ورزشي خبريالانو ته يو ډول تفرېح  برابره شي او له کرېکټ سره لا ښه بلد شي، تر څو د کريکټ اړوند سالم انتقادونه وکړي.» 

د ورزشي خبريالانو تر منځ دا لومړی ځل  نه دی،چې د کرېکټ دوستانه سیالي ترسره کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په مرکز او ولایتونو کې د افغان خبریالانو  ترمنځ د کرېکټ سیالۍ ترسره شوې دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist