Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چین د افغانستان پر صادراتو مالیه صفر کوي

چین د افغانستان پر صادراتو مالیه صفر کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/26

په داسې حال کې چې د تېرو څو کالو پرمهال په اقتصادي برخه کې د افغانستان تکیه تر ډېره له نورو هېوادونو په وارداتو وه؛ خو د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو سره سم تولیدي کارخونو ته تر ډېره پاملرنه شوې او له نړیوالو پانګه والو او سوداګرو په ځلونوغوښتل شوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

تازه په کابل کې د چین سفیر د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، کتنه کې د چین سفیر ویلي چې د روان کال په ډسمبر میاشت کې به د افغانستان پر صادراتو د بېجینګ له لوري مالیه معاف شي چې ورسره به راتلونکی کال د افغانستان د صادراتو کچه ۲۵ سلنه لوړه شي.

فطرت په دې اړه وايي: « نوموړي وویل، چین ته د افغانستان صادراتو کچه لوړه شوې چې سږ کال ۱۱.۵ سلنه وه او هیله ده په راتلونکې کال کې به دغه  سلنه ۲۵ ته لوړه شي. د چین سفیر وویل، په ډسمبر میاشت کې به د چین د حکومت له خوا د افغانستان پر صادراتو لګول شوې مالیه معاف شي چې په دې سره به چین ته د افغاني تولیداتو او محصولاتو د صادراتو کچه لوړه او ډېرو افغانانو ته به کاري فرصتونه رامنځته شي. نوموړي وویل، هېواد یې پلان لري د تاجیکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلېز پرانیزي او د دې لپاره به د تاجیکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه ناسته هم ترسره شي. دغه راز یې وویل د واخان د فعالولو لپاره یې هم هڅې روانې دي.»

بله خوا، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چین له لوري د افغانستان پر صادراتو د مالیې معافولو هرکلی کړی او وايي، دغه ګام به د افغان سوداګرو پر چارو مثبت اغېز وکړي او له نورو ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي چې ورته ګامونه پورته کړي.

فطرت وايي:« مولوي عبدالکبري ښاغلي جاوشین ته د ښه راغلاست ترڅنګ د چین له خوا د افغانستان پر صادراتو د مالیې معافولو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا اقدام به د افغان سوداګرو په چارو او د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي او له نورو ګاونډیانو یې هم د ورته اقدام غوښتنه وکړه. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال پر نړیواله کچه د اسلامي امارت په هکله د چین له دریځ مننه وکړه او د دوام هیله یې وکړه. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د واخان لاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې غوره تحول یاد کړ چې په بشپړېدو سره به یې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.»

د اقتصادي چارو شنونکي هیله من دي چې د چین دغه اقدام به د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي او ټینګار کوي چې یاد هېواد دې د  افغانستان د کانونو د خامو موادو لپاره د پروسېس  کارخونې جوړې کړي؛ ترڅو په کوردننه ګټه ترې واخیستل شي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « زموږ د دولت له خوا دې دا غوښتنه وشي چې دوی په افغانستان کې د افغانستان د خامو موادو چې کوم له کانونو راوځي، د پروسېس لپاره دلته کارخونې ایجاد کړي، دا مواد خپله په افغانستان کې پروسېس شي. نو دا به د افغانستان په اقتصاد کې د دې ترڅنګ چې مثبت رول ولري، ډېری افغان وګړو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.»

ځېنې نور بیا وايي، چین د سیاسي او اقتصادي اړیکو په برخه کې له افغانستان سره ښې اړیکې لري او په خبره یې له چین سره د اقتصادي اړیکو په برخه کې باید ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

د اقتصادي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: «چین د هغو هېوادونو له ډلې دی چې په تېرو درېیو کالو کې یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لرلې، خو دې ته مو هم باید پام وي چې چین د اقتصادي استثمار په برخه کې ستر رول لري، په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډي هېوادونه یې میلیاردونه ډالره قرضداره دي. که له یوې خوا موږ ته مالیاتي معافیت اعلانوي چې په کلنۍ توګه میلیونونه ډالر کېږي، د افغانستان د طبیعي زېرمو د مدیریت او د استخراج لپاره د کانونو د قرارداد اخیستلو لپاره، میلیاردونه ډالره ګټه کوي. زه هلیه من یم چې  په دغو اقتصادي اړیکو کې ملي ګټې په پام کې ونیول شي او په همدې بنسټ له چین سره د  دوه اړخېزو ګټو پر محور تعاملات ولرو.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت نړیوالو پانګه والو او سوداګرو ته په ځلونو ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې شته امنیت ته په کتو دې دلته په هغو بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي چې د افغانستان اړتیا ورته زیاته وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist