Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان کې د جي ون تکواندو سیالۍ: افغان لوبډله د سرو زرو مډال په ګټلو هېواد ته راستنه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/11

د افغانستان تکواندو ملي لوبغاړو په پاکستان کې د جي ‌ون تکواندو  په سیالیو کې څلورم مقام خپل کړ او نن خپل هېواد ته راستانه شول.

د افغانستان تکواندو فدراسیون مشر نجیب الله سکندر افغان لوبغاړي وستایل او دغه بریا یې د تکواندو برخه کې ستره لاسته راوړنه وبلله.

سکندر زیاته کړه:« له ټولو مسوولينو د زړه له تله مننه کوم،چې ښه روحیه یې زموږ لوبغاړو ته ورکړه. د لوبغاړو لپاره تر ټولو همدا مهمه ده،چې هغوی ته باید ښه روحيه ورکړل شي، مادي او معنوي امکانات په خپل حال، خو لوبغاړو ته ښه روحیه ورکول، دا دوی ته انرژي ورکوي.»

د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړی مرتضی صالح چې د لوبې په ګټلو یې د سرو زرو مډال تر لاسه کړی، وايي خوښ دی،چې د افغانستان په سختو شرایطو او نشتو امکاناتو يې يادو سيالیو کې ګډون وکړ او د سرو زرو مډال يې تر لاسه کړ.

صالح زیاتوي:« زه ډېر خوشاله يم،چې د لومړي ځل لپاره ما په دې سياليو کې ګډون وکړ، او دې ولس ته مو  اتلولي راوړه او د تکواندو له فدراسيون او اسلامي امارته مننه کوم،چې تشویق يې کړو.»

د تکواند یو بل افغان لوبغاړی حکمت الله ذهين  وايي:« زه حکمت الله ذهين يم، د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې يو تن لوبغاړی، ما خپله د ۶۸ کيلو وزن برخه کې لوبه کړې وه، وروسته له شپږو مسابقو څخه وتوانېدم،چې د سپينو زرو مډال وګټم.»

د بدنې روزنې او ورزش ریاست مشر نظر محمد مطمین بيا لوبغاړو ته ډاډ ورکوي،چې هر ډول مالي امکانات به ورته برابر او د راتلونکو سيالیو له پاره به ورسره همغږي وکړي.

مطمين زیاته کړه:« زه چې څه هم په لاس کې ولرم،څومره امکانات چې وي، د لوبغاړو حق به ورکول کېږي، حق به یې نه خورو او هڅه کوو،چې ورزش ته ارتقاء ورکړو، پرمختګ ورکړو، په شلو کلونو کې چې کومې لاسته راوړنې لرو، هغه وساتو او نورې لاسته راوړنې هم ولرو.»

جي ون سيالۍ،چې د لومړي ځل لپاره په پاکستان هېواد کې تر سره شوې، له ۱۷ هېوادونو په کې ۴۲۲ لوبغاړو برخه اخيستې وه. دغه سيالیو کې افغان لوبډلې څلورم مقام خپل کړ.

دې سيالیو کې افغان لوبغاړو اوه مډالونه وګټل،چې غلام مرتضی صالح د سرو زرو، حکمت الله ذهين، محمد اشرف شکران او رامش حسيني د سپينو زرو او جواد ځاځي، عاطف يعقوبي او شهرام خاکسار بيا د برونزو مډالونه تر لاسه کړل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist