Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/18

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې په دې ولایت کې ٧٦ سیمې د تاریخې ابدو په نوم پېژندل شوې او د ساتنې په موخه ثبت شوې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او ګرځندوی آمر سلطان محمد حنیف وايي:« موده وړاندې د وزارت له خوا یو تخنیکي ټیم راغلی و، ترڅو د دې تاریخي سیمو برآورد وکړي. موږ دوی ولسوالیو ته یوړل، ترڅو هغه مشهورې سیمې چې د اوس لپاره یې هم اثرات ډېر پاتې وي، دوی ته وښیو. شاوخوا ۷۶ سیمې مو ثبت او راجسټر کړې، بیا د وزارت مقام له خوا دې ته یو طرزالعمل جوړ شو، ترڅو خلک یې غصب نه کړي، خو لاهم یو شمېر سیمې له ثبت پاتې دي چې راتلونکي کې به هغه هم ثبت شي.»

په ورته وخت کې حنیف وايي، د ټولو تاریخې ابدو سروې او ارزونه شوې او ځينې هغه يې د بیارغونې لپاره د اړوند وزارت په پلانونو کې شامل کړې دي

 د حنیف په خبره، د دغو آثارو رغول ډېر لګښت ته اړتیا لري او د بودیجې له پیدا کېدو وروسته به ورغول شي.

حنیف په دې اړه وايي: « د تاریخي آبداتو د رغولو لپاره مو برآورد کړی دی، له وزارت مو هم تخنیکي ټیم غوښتی، خو لکه څرنګه تاسو ته مالومه ده، هلمند یو پراخ ولایت دی او ګڼ شمېر تاریخي سیمې لري، نو په ځینو ولسوالیو کې د تاریخي سیمو سروې شوې. دا کار ډېرې بودیجې ته اړتیا لري او کله چې د وزارت له خوا بودیجه برابره شي، د رغولو کارونه به یې هم پيل شي.»

د هلمند اوسېدونکې بیا له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې هلته د تاریخې سیمو رغولو او د هغو ساتني ته جدي پام وکړي.

دوی دا غوښتنه په دې موخه کوي چې په خبره يې، هلمند کې ځينې تاريخي ځايونه د وېجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د هلمند یو تن اوسېدونکی وایي: « دا تاریخي آثار دي او هرځای چې وي، باید د ویجاړېدو مخه یې ونیول شي. حکومت او رعیت دواړه باید د دې سیمو ساتنې او روغولو ته پاملرنه وکړي.»

د هلمند یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« تاریخي آثار د افغانستان لپاره یو ویاړ دی او موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې اجازه ورنه کړي څوک په دې ځایونو کې کورونه جوړ کړي. بله غوښتنه مو دا ده چې کوم تاریخي آثار د رغولو وړ دي، باید له سره یې ورغوي؛ ترڅو د لیدونکو او سیل کوونکو شمېر یې زیات شي.»

د ځايي مسوولینو د مالوماتو له مخې، په هلمند کې ١١٣ تاریخې سیمې شته چې له ډلې یې بست کلا، د سلطان مسعود غزنوي قصرونه، زوړ ښار، بولان کلا، مختر کلا، ساروان کلا، زمینداور کلا او په خانشین ولسوالۍ کې د بي ‌بي جانې کلاګانې شهرت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت
فرهنگ او هنر

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري
فرهنگ او هنر

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist