Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې زرګونه کسانو د فوټسال ملي ټیم د لوبغاړو هرکلی وکړ

هرات کې زرګونه کسانو د فوټسال ملي ټیم د لوبغاړو هرکلی وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/17

هرات ته د فوټسال تر۱۷ کالو کم عمره ملي لوبډلې د لوبغاړو سفر د دې ولایت د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.

د هرات اوسېدونکي وایي، د ورزشي فعالیتونو دوام نه یوازې د ځوانانو خپل استعدادونه پیاوړي کوي بلکې ټولنه کې د یووالي او خوښۍ فضا پراخوي.

د هرات اوسېدونکی خیال محمد وايي: « نن داسې یوه ورځ ده چې زموږ د هېواد ټول قومونه په یوه ځای سره راټول شوي او د ځوانانو د بریا نمانځنه کوي.  زه د خپلو خلکو له یوالي او وحدت ډېر خوشاله یم.»

د هرات اوسېدونکی اکبر حسین وايي: « له خلکو مننه چې دلته راغلي او خپل اتلان تشويقوي. په یوالي کې مو بریا او دیانت دی.»

د هرات اوسېدونکی عصمت الله وايي: « زه له سوادګرو هم مننه کوم چې زموږ لوبغاړي یې تشویق کړل. باید د هر ورزش لوبغاړي وهڅول شي.»

په ورته مهال، د فوټسال ۱۷ کالو کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړي وایي، د خلکو تود هرکلي دوی ته د قوي روحیې، باور او مثبتې انرژۍ احساس ورکړی او دغه هرکلی به يې پر راتلونکو لوبو مثبت اغېز ولري.
ملي لوبغاړی عباس حیدري وايي: « زموږ ډېر فوق العاده هرکلی وشو، د هرات له خلکو ډېره مننه کوم. دا ډول هرکلی زموږ لپاره ستر ویاړ دی.»

ملي لوبغاړی علي احمدي وايي: « زموږ ډېر تود هرکلی وشو، دا موږ ته انګیزه راکوي. موږ د همدې هرکلي لپاره مباره وکړه او اتلولي مو ترلاسه کړه.»

بله خوا، د هېواد د فوټبال فډراسیون مسوولین وایي، د ورزش د پراختیا لپاره د خصوصي سکټور ونډه  مهمه ده.
د افغانستان فوټبال فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر وايي: « موږ هغه مهال د نړۍ په کچه لویې لاسته راوړنې درلودلی شو چې خصوصي سکټور له سپورټي ادارو سره په ګډه د ورزشکارانو ملاتړ او لاسنیوی وکړي.»

د افغانستان ۱۷ کالو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې تېره میاشت ایران ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکولو سره، د ځوانانو اسیایي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist