Skip to content
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د غوراوي کمیټې مشر میرویس اشرف د کرېکټ بورډ د نوي سرپرست مشر په توګه وټاکل شو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې دغه ګمارنه د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د حکم پر بنسټ شوې ده.
د تېرې شنبې پر ورځ هم کرېکټ بورډ پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه د دغې ګمارنې خبر خپور کړ، خو وروسته یې له کوم لامل پرته لېرې کړ.
پرون شپه هم شااوخوا یو ساعت دا خبر د کرېکټ بورډ پر فېسبوک پاڼه و، خو وروسته لېرې شو.
د کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک رسنیو ته ویلي، چې د دوی د تېرې شپې پوسټ د فېسبوک ادارې لېرې کړی دی او دوی اجازه نه لري، چې تر ۲۴ ساعتونو پورې پر دې پاڼه بل پوسټ وکړي.
د افغانستان د کرېکټ اکثرو غړو له دې ډلې راشد خان میرویس اشرف ته د نوې دندې مبارکي ورکړې ده.