افغانستان د ۲۰۲۰ م زېږدیز کال نړیوالو شل اوریز کرکټ سیالیو ته په مستقیمه توګه لار وموندله.
د کرکټ نړیوالې شورا په خپل تازه اعلامیې کې ویلي چې له لسو هېوادونو څخه افغانستان، پاکستان، هند، وېسټ اېنډیز، سوېلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا په مستقیمه توګه د ۲۰۲۰ م کال نړیوالو شل اوریز کرکټ لوبو ته لار موندلې ده.
د نړیوالو کرکټ لوبو پخواني اتلان سریلانکا او بنګلدېش به اړ وي چې نړیوالو لوبو ته لار موندنې لپاره لوبې وکړي چې په اکتوبر میاشت کې به ترسره شي.











