Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پروان لرغونې استوپې بیارغونې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې

د پروان لرغونې استوپې بیارغونې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/13

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې د توپ درې استوپې د بیارغونې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې او په خبره یې ډېر ژر به يې پاتې چارې هم بشپړې شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر عتیق الله ساپی وايي:« د استوپې نږدې ۹۸ سلنه کار او ساختماني جوړښت بشپړ شوی دی. موږ هڅه کوو چې پاتې کارونه یې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست او همکارو موسسو پر همکارۍ بشپړ کړو.»   

په ورته وخت کې د پروان یو شمېر فرهنګيان د تاریخي آثارو د ساتنې پراهمیت ټینګار کوي او له سرپرست حکومت غواړي چې ټولو تاریخي ابداتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

لیکوال شکرالله شمس وايي: « حکومت دنده لري چې د لرغونو آثارو په ساتنه او بیا رغونه کې چې زموږ د هېواد او ټولنې تاریخ او هویت بیانوي، بې درېغه هڅې وکړي.»  

د پروان یو شمېر اوسېدونکي هم له مسوولینو غواړي چې د ياد ولایت د فرهنګي او تاریخي میراثونو ساتنې ته زیاته پاملرنه وکړي.

د پروان اوسېدونکی محمد وايي: « د افغانستان له حکومت غوښتنه کوم چې د فرهنګي میراثونو ساتنې ته پاملرنه وکړي او که چېرې زیانمن کېږي بېرته یې ورغوي.»

د پروان یو بل اوسېدونکی حشمت الله وايي: « موږ له اوسني دولت غوښتنه لرو چې د فرهنګي میراثونو او لرغونو توکو ساتنې ته پاملرنه ډېره کړي. فرهنګي میراثونه زموږ په هېواد او نورو هېوادونو کې له مهمو آثارو ګڼل کېږي چې باید د ستانې لپاره یې هڅې وشي.»

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مالوماتو له مخې، په دې ولایت کې له ۸۰ زیات تاریخي او فرهنګي ځایونه ثبت شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت
فرهنگ او هنر

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري
فرهنگ او هنر

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist