Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان لوړې تعرفې د انارو پر صادراتو منفي اغېز کړی

د پاکستان لوړې تعرفې د انارو پر صادراتو منفي اغېز کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/15

په کندهار کې د انارو فصل له رسېدو سره سم، نورو هېوادونو ته د دغې مېوې صادرات هم پیل شوي، خو د انارو بڼوال شکایت هم لري او وايي، د پاکستان له خوا پر افغان تازه مېوو لګول شوې تعرفه لوړه شوې او له امله یې رسېدلي انار په باغونو کې پاتې دي.

دوی زیاتوی، د پاکستان لوړې تعرفې د انارو پر صادراتو منفي اغیز کړی.

بڼوال زیاتوي، سږ کال د انارو حاصلات د نورو کالونو پرتله ښه دي، خو په صادراتو کې د شته ستونزو او بازار نه لرلو له امله، باغونه له انارو ډک ولاړ دي.

د انارو بڼوال ملا بهاوالدین وايي: «زه ۱۴ تنه کارګران لرم، خپله او د کورنۍ غړي مې هم راسره بوخت دي. زه نه غواړم انار مې پاکستانه واستوم؛ ځکه په دې لوړې تعرفې ماته زموږ کړي مصارف او د کارګرانو اجوره هم نه پوره کوي. په یوه ټوکرۍ انارو ۱ زر ۸۰۰ ټکس راځي او بیا پر ۲  زره خرڅېږي.»

بڼوال ولي محمد هم ورته شکایت لري او وايي: « موږ له حکومت غوښتنه کوو چې له پاکستان سره خبرې وکړي، دا د یوې ورځې او یوه کال خبره نه ده. پاکستان هر کال زموږ د فصل رسېدو پرمهال ستونزې جوړوي.»

ورته مهال، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولین هم د بڼوالو خبره تاییدوي او وايي، د تلې (میزان) میاشتې له پيل راهیسې د انارو صادرات پیل شوي خو د پاکستان د لوړې تعرفې له امله په صادراتو کې د پام وړ کمښت راغلی.

د دغې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۳۸۰۰ ټنه انار صادر شوي حال دا چې تېر کلونه دغه کچه څو برابره لوړه وه.

هغه  زیاتوي: « تېر کال موږ له ۸۰ تر ۹۰ زره ټنو انار صادر کړي، خو سږ کال کم صادر شوي؛ یو علت یې دا دی چې د پاکستان له خوا ټکس لوړ شوی او له امله یې په صادراتو کې ۸۰ سلنه کمښت راغلی. دا کار سبب شو چې باغونه په انارو ډک پاتې شي او پېرودونکي یې اخیستلو ته زړه نه ښه کوي.»

د انارو یو تن سوداګر سعدالله خان په دې اړه وايي: «پاکستان ټکس لوړ کړی او چې موږ هر څومره ښه او لوړ کیفیت انار یوسو، خپل لګښت نه شي پوره کولی. ما شپږ کانټینره انار پاکستان ته بار کړل، خو نه یوازې ګټه مې ونه کړې بلکې تاوان هم راغی.»

د کندهار سوداګرۍ او پانګوني خونې د شمېر له مخې، تېرکال له کندهاره  شاوخوا ۹۰ زره ټنه انار صادر شوي چې ډېره برخه یې پاکستان، هند او نورو هېوادونو ته لېږدول شوي.

دوی خبرداری ورکوي، که د پاکستان له خوا د لګول شوي لوړې تعرفې ستونزه حل نه شي، روان کال به کروندګر، باغ لرونکي او سوداګر لوی زیانونه وویني.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist