Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/16

له ترکمنستان څخه افغانستان او بیا پاکستان او هند ته د ګازو نل لیکې لېږدونې پروژه(ټاپي) چې له کلونو راهیسې د افغانانو له سترو اقتصادي هیلو څخه ګڼل کېږي، اوس په هرات کې د عملي پرمختګ نوي پړاو ته رسېدلې.

د هرات سیمه‌ییزې ادارې د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې ۸۴ کیلومټره نل لیکه غځول شوې او ۱۳۰ کیلومټره نور مسیر هم د نل لیکې غځولو لپاره چمتو شوی دی.

د مسوولینو په خبره، د پروژې اړوند ۱۰۸ کیلومټره سړک جوړ شوی او تمه ده چې د ۲۰۲۷ زیږدیز کال په لومړیو کې به د دې پروژې نل لیکه هرات ښار ته را ورسېږي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د اسلامي امارت د مسوولینو د هلو ځلو په پایله کې تر اوسه ۸۴ کیلومټره نل لیکه په هرات ولایت کې غځول شوې ده او لپاره یې ۱۳۰ کیلومټره مسیر هوار او چمتو شوی دی. همدارنګه د پروژې مسیر کې ۱۰۸ کیلومټره سړک هم بشپړ شوی دی. هڅې روانې دي چې ټاپي پروژه له مخکني مهالوېش سره سم، د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې هرات ته را ورسېږي او زموږ ملت یې له سترو ګټو برخمن شي.»

د چارو کارپوهان د ټاپي پروژه یوازې د ګازو لېږدولو پروژه نه بولي بلکې دا پروژه د افغانستان لپاره یو مهم اقتصادي بدلون ګڼي. د دوی  په خبره، د پروژې بشپړېدل به د انرژۍ د کمښت په حل، د کورنیو او بهرنیو پانګونو په زیاتېدو، د صنعت ودې او د زرګونو کسانو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو کې مهم رول ولوبوي.

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « موږ په ډېرو کارخونو کې ګاز سووځونکي ماشینونه لرو او لپاره یې ګاز په ټانکرو کې راوړل کېږي. زموږ هر کارخانه دار له ۵۰ تر ۱۰۰ ټنو د ګازو زېرمې لري. دغه کار هم خطر لري او هم ټانکري ګاز ګران تمامېږي. که چېرې هرې کارخونې ته ګاز په پیپونو کې ورکړل شي، هم به یې بیه ټیټه شي او هم به کاروبار ته ګټه ورسوي.»

د اقتصادي چارو شنونکی حامد شایان وايي: « ټاپي پروژه کولی شي هرات او ټول افغانستان ته خورا ډېره ګټه ورسوي او اقتصاد وغوړوي. دغه پروژه به له یوې خوا د سون ګازو اړتیا پوره کړي او له بلې خوا به دا چې موږ د برېښنا له کمښت سره مخ یو، د برېښنا له پوره کولو سره هم مرسته وکړي.»

خلک د ټاپي پروژې بشپړېدو ته خوښ دي وايي، د دې پروژې بشپړېدل به د طبیعي ګازو لاسرسی اسانه، د سون توکو لګښتونه کم او د ژوند اقتصادي ستونزې تر یوه بریده هوارې کړي.

د تورغونډۍ بندر اوسېدونکی عبدالغفار وايي: « د تورغونډۍ اوسېدونکي له دې پروژې هرکلی کوي او په ډېره خوښۍ شېبې شمارو چې دا پروژه بشپړه شي، ترڅو هم ملت او هم دولت ته ګټه ورسوي.»

د تورغونډۍ اوسېدونکی خان محمد وايي: « کله چې دا پروژه بشپړه شي، ګاز به په اسانه او ارزانه توګه تر موږ ورسېږي. همدارنګه ویل کېږي چې دغه ګاز به کورونو ته هم په پایپونو کې ووېشل شي، له دې سره به نور هم سهولیت راشي او خطرونه به کم شي.»

ټاپي د سیمې له سترو انرژۍ لېږدونکو پروژو څخه ده چې ټولیز اوږدوالی یې ۱۸۱۴ کیلومټره دی.

د دې پروژې د افغانستان برخه ۸۱۶ کیلومټره اوږدوالی لري او په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعبه طبیعي ګازو لېږدولو وړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026

وروستي خبرونه

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist