Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ووشو رزمي لوبو لوبغاړي د اسلامي هېوادونو له پیوستون لوبو را ستانه شول

د ووشو رزمي لوبو لوبغاړي د اسلامي هېوادونو له پیوستون لوبو را ستانه شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/27

د سعودي عربستان په کوربه ‌توب د اسلامي هېوادونو پیوستون په نامه جوړو شویو سیالیو کې د ګډون کوونکو افغان لوبغاړو وروستۍ ډله هم هېواد ته راستنه شوه.

د المپیک ملي کمېټې چارواکو او یوشمیر مینه والو د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د افغان لوبغاړو د دې درې کسیزې ډلې چې د ووشو په رزمي سیالیو کې یې د افغانستان استازیتوب کاوه، تود هرکلی وکړ.

دغو لوبغاړو د ووشو رزمي سیالیو په درېیو جلا وزني کټه ګوریو کې برخه اخیستې وه  چې له ډلې یې محمد جعفر سلطاني د برنزو  مډال ګټونکی شو.

محمد جعفر سلطاني د کابل نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته د خپلو سیالیو په اړه وویل: « له نېکه مرغه بریالی شوم چې خپل هېواد ته د برونزو مډال ترلاسه کړم. د لوبو سطحه ډېره لوړه وه او د ټولې اسلامي نړۍ لوبغاړي په کې وو. له نېکه مرغه موږ هم وکولی شول چې له دې لوبو خپله ونډه ترلاسه کړو.»

اسدالله احسان د ووشو په رزمي سیالیو کې ګډون کوونکی بل افغان لوبغاړی و چې د ۸۵ کیلوګرامه وزن په سیالۍ کې د خپل قزاقستاني سیال له لوري په لومړي پړاو کې له ماتې سره مخامخ شو. هغه وویل، په راتلونکي کې به هڅه وکړي چې د خپل هېواد لپاره اتلولي وګټې.

د ووشو ملي لوبغاړی اسدالله احسان وايي: « زما خپل، د خلکو او استادانو انتظار ډېر پورته وو، خو متأسفانه زه د نړۍ له اتل هېواد قزاقستان سره برابر شوم، که څه هم ما ښه لوبه وکړه، خو نتیجه د هغوی په ګټه شوه. زه به دا ماتې راتلونکي کې جبران کړم. یوه میاشت وروسته ازبېکستان کې لوبې دي او هڅه به وکړم چې دغه ماتې جبران کړم.»

د المپیک ملي کمېټې چارواکي لوبغاړو ته د ښه ‌راغلاست او بریالي سفر د مبارکۍ ترڅنګ، په هر حالت کې د دوی ملاتړ او ورته د اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکوي.

د المپیک ملي کمېټې رییس احمدالله وثیق وايي: « زه ټولو ورزشکارانو او لوبغاړو ته ډاډ ورکوم چې د هېواد د ورزش اداره ستاسو تر شا ولاړه ده او هر هغه امکانات به ستاسو په واک کې درکړو چې له موږ سره شته دي. موږ به کوشش کوو چې سږ کال ګټلي مډالونه وساتو. موږ به هڅه کوو چې زموږ مډال راوړونکي راتلونکو لوبو کې نور هم په ښه کیفیت لوبې وکړي او له دې زیات مډالونه ترلاسه کړي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « اسلامي امارت له ورزش کارانو د ملاتړ پالیسي لري او هڅه کوي چې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي. تاسو وینئ چې د افغانستان بدني روزنې او اولمپیک ادارې په دې وروستیو کې ښې لاسته راوړنې لري؛ لامل یې دا دی چې ښه شفقت او مدیریت کېږي او د مشرتابه تر توجه لاندې دي.»

د اسلامي پیوستون په سیاليو کې چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د روانې نومبر میاشتې له ۷مې تر ۲۱مې نېټې ترسره شوې؛ د ۵۷ هېوادونو شاوخوا ۳۵۰۰ تنو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

له افغانستان څخه ۵۷ ورزشکارانو په ۱۳ بېلابېلو ورزشي څانګو کې برخه اخیستې وه چې د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو درې مډالونو په ګټلو سره یې د مډالونو په جدول کې ۲۶م مقام خپل کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist