Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سوداګرۍ او پانګونې خونه: پر لومړنیو توکو ګمرکي تعرفه ۹۰ سلنه ټیټه شوې

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: پر لومړنیو توکو ګمرکي تعرفه ۹۰ سلنه ټیټه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/27

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د تېر کال د صادراتو او وارداتو د ارزونې او پر لومړنیو توکو د ګمرکي تعرفې د معافیت په تړاو غږېدلي.

دوی د سرپرست حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې پر ۶ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکو ګمرکي تعرفه نږدې صفر ته راښکته شوې.

په دغو توکو کې اوړه، غنم، غوړي، بوره، تېل او ګاز شامل دي، ترڅو په کورنيو مارکېټونو کې یې بيې ټيټې شي.

د هټۍ ‌والو او کسبګرو ټولنې ریيس شیرین آغا سخي وايي: « د اسلامي امارت ریاست الوزرا مقام د یوه حکم له مخې چې له شپږ قلمه لومړنیو توکو چې درې قلمه یې خوراکي توکي لکه اوړه، غنم او غوړي دي، په دې کې له هر میلیون ارزښت څخه ۱۰۰۰ افغانۍ واخیستل شي.»

د دوی په خبره، پخوا پر خوراکي توکو ګمرکي تعرفي لوړې وې او دې چارې په بازارونو کې د توکو بیې هم لوړې کړې وې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي دې ته په پام وایي، تېر کال د وړم هغه په پرتله د صادارتو په کچه کې کوم بدلون نه دی راغلی، خو په خبره یې د وارداتو کچه بيا لوړه شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « موږ تېر کال یو میلیارد او ۷۸۰ میلیونه ډالره صادرات لرل چې له وړم کال سره دومره توپیر نه لري. حال دا چې زموږ واردات د تېر کال په پرتله زیات شوي. د مثال په توګه، په ۱۴۰۲ کال موږ ۱۰ میلیارد ډالره واردات لرل، خو په ۱۴۰۳ کاله له ۱۱ میلیارد ډالرو زیات واردات لرو.»

دوی له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره د سیاسي ستونزو له امله د لارو تړل کېدل د صادارتو د کموالي اصلي لاملونه ګڼي او زياتوي، تېر کال چین یوازینی هېواد و چې د سوداګرۍ اسانولو په موخه يې افغان سوداګرو ته زیاتې وېزې ورکړې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال          یونس مومند وايي: « په ۱۴۰۳ کال تر ټولو ډېرې وېزې موږ ته د چین هېواد راکړې دي، خو بیا هم باید ووایم چې موږ څه ستونزه نه لرو او تېره اوونۍ مو د چین له سفیر سره ناسته کې ځینې وعدې ترلاسه کړې دي. موږ څو قلمه نور توکي لرو چې له چین مو غوښتنه وکړه چې پر دغو توکو هم ترجیحي تعرفه وضع کړي، ترڅو وکولی شو له چین سره تر دې هم پراخې او ښې اړیکې ولرو.»      

له دې هرڅه سربېره، د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د برېښنا او کارخونو لپاره د ځمکو کموالی د عمده ستونزې په توګه يادوي او له سرپرست حکومت يې د حل غوښتنه کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « زموږ د صنعتکارانو یوه له جدي ستونزو برېښنا او ځمکه ده چې باید راکړل شي.» 

د سوداګرو او پانګوالو د یادو ستونزو شریکولو په تړاو مو له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره اړیکه وکړه، خو وياند يې ځواب را نه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026

وروستي خبرونه

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist