Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ کرېکټ لوبغالي اساسي جوړولو چارې پیل شوې

د بلخ کرېکټ لوبغالي اساسي جوړولو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/09

د سپورټ برخه کې د پرمختګ نوی ګام! د لوبغاړو له پرله پسې غوښتنو وروسته، په اساسي ډول د بلخ کرېکټ لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې.

د بلخ کرېکټ آمریت مسوولان وایي، د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې له خوا د دې لوبغالي اساسي جوړېدو لپاره ۴.۴ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي او رغنیزې چارې یې د یوه قراردادي شرکت له خوا پرمخ وړل کېږي. د پروژې مسوول چارواکي وایي، د قرارداد له اصولو سره سم به د څلور میاشتو موده کې یادې رغنیزې چارې بشپړې شي.

د بلخ کرېکټ آمر محمدالله ثابت وايي: « لکه څرنګه چې تاسو ته معلومات شته، څه موده مخکې د کرېکټ اکاډمۍ جوړولو پروژه هم پيل شوه او دا مهال یې کارونه ۹۰ سلنه بشپړ شوي او راتلونکو څو ورځو کې به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. اوس دا دی چې د کرېکټ لوبغالي جوړولو چارې هم پيل شوې چې په کې د لوبغالي چمن زرغونول او د اوبو سیسټم شامل دي چې ورسر به د بلخ کرېکټ ډېر پرمختګ وکړي.»

د پروژې مسوول امین الله مراد وايي: « دا لوبغالی په ۱۲۰ کاري ورځو کې د ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي. په دې پروژه کې د لوبغالي هوارول، د اوبو څاه، د چمن زرغونول، کانالیزاسیون او د ویشتنځای یا پيچ جوړول شامل دي.»

په ورته مهال، د بلخ یو شمېر کرېکټ لوبغاړي  د کرېکټ بورډ دا ګام د کرېکټ برخې پیاوړتیا او پرمختګ لپاره مهم بولي او زیاتوي، په دې سره به وکولی شي د بلخ ولایت، شمال زون او هېواد په کچه ښې لاسته راوړنې ولري.

کرېکټ لوبغاړی عتیق الله همدرد وايي: « موږ له کرېکټ بورډ مننه کوو چې د لوبغالي د جوړولو کارونه یې پیل کړل، دا به د بلخ ولایت کرېکټرانو ته لوی سهولت شي.»

د کرېکټ یو بل لوبغاړی محمد وايي: « زموږ لوبغالی ډېرې ستونزې لري، خو له دې پروژې سره به څه نا څه راکمې شي.»

لوبغاړی محمد یوسف وايي: « څومره چې سهولتونه ډېر وي، لوبغاړي ښه او ژر پرمختګ کولی شي. له کرېکټ بورډ څخه د دې پروژې د پيل کولو لپاره مننه کوو. د دې لوبغالي په شنه کېدو سره به بلخ او آمو زون کې ښه لوبغاړي و روزل شي.»

د کرېکټ بورډ ادارې مسوولان بیا په ټولو ولایتونو کې د لوبغاړو ستونزو ته د رسېدو ډاډ ورکوي. دوی وایي، له بلخ سربېره تخار، کندز، بغلان او نورو شمالي ولایتونو کې یې هم لوبغاړو ته د سهولتونو برابرولو هڅې پیل کړې دي.

د کرېکټ بورډ استازی ننګیالی حبیبي وايي: « کرېکټ بورډ سږ کال آمو زون ته ځانګړې پاملرنه لري. له دې لوبغالي سربېره کندز کې هم کارونه روان دي او تر ډېره بشپړ شوي. تاسو ولیدل چې سږ کال کندز لوبغالي کې لوبې هم وشوې. په بغلان ولایت کې هم پر اکاډمۍ او لوبغالي کار روان دی؛ دغه را تخار ولایت کې هم د اکاډمۍ پر جوړولو کار پيل شوی. د دې پروژو له بشپړېدو سره د آمو زون کرېکټ ډېره وده وکړي.»

د بلخ کرېکټ مسوولان داسې مهال په دې ولایت کې په بنسټیزه توګه د کرېکټ لوبغالي جوړلو خبر ورکوي چې له دې وړاندې هم په متحد کرېکټ لوبغالي کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د مجهزې اکاډمۍ جوړېدو چارې پیل شوې وې او کارونه یې بشپړېدو ته نیږدې شوي دي.

چارواکي وايي، ډېر ژر به یې ګټه اخیستنې ته وسپاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist