Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي پیوستون سیالیو ګډونوال افغان لوبغاړي له مډالونو سره راستانه شول

د اسلامي پیوستون سیالیو ګډونوال افغان لوبغاړي له مډالونو سره راستانه شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/24

افغان لوبغاړو د اسلامي پیوستون په ورزشي سیالیو کې چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې په لاره اچول شوې وې، د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو درې مډالونو په ګټلو سره هېواد ته ډک لاس راستانه شول.

د المپیک ملي کمېټې چارواکو او عامو خلکو یې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې تود هرکلی وکړ او د دوی د سپرلي موټر یې د المپیک ملي کمېټې تر ودانۍ پورې په ځانګړو مراسو بدرګه کړ.

محمد یوسف جهانګیر لومړی افغان لوبغاړی شو چې د موی ‌تای لوبو کې یې د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال په خپل نوم کړ. جهانګیر د افغانستان د موی‌ تای ملي لوبډلې لوبډلمشر هم دی.

د سرو زرو مډال ګټونکی محمد یوسف جهانګیر وايي: « د دې مسابقاتو سطحه ډېره لوړه وه او ما په کې د انډونیزیا، عربستان او ترکیې له لوبغاړو سره لوبه وکړه او بریالی شوم چې د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال واخلم.«

د اسلامي پیوستون له نړیوالو سیالیو څخه د تکواندو برخه کې هم افغان لوبغاړي مډال راوړی. حسین رضایي د رزمي سیالیو بل‌ افغان لوبغاړی دی چې په دې لوبو کې یې د خپلو سیالانو په ماتولو سره د سپین زرو مډال راوړی.

د سپینو زرو مډال ګټونکی حسین رضایي وايي: « ډېر خوشاله یم چې چارواکي او خلک زموږ د هرکلي لپاره راغلي. زه هیله لرم موږ هم د دې مډالونو په راوړلو سره د خلکو زړه ګټلی وي.»

حکومتي چارواکي او د المپیک ملي کمېټې مسوولین، لوبغاړو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د لوبغاړو د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د المپیک ملي‌ ادارې رییس احمدالله وثیق وايي: « زه یوځل بیا د ورزش ټولو مینه والو ته ژمنه ورکوم چې د ورزش اداره، د بدني روزنې عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټه د ورزشکارانو تر شا ولاړ دي او تل به د ستاسو ملاتړ کوي. موږ پر یوه منظم مکانیزم کارکوو، ترڅو د ورزش په ټولو برخو کې دا ډول مډالونه نور هم ډېر راوړو.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « د افغانستان اسلامي امارت ورزشکاران هڅوي او کله چې امنیت ټینګ وي او خلک هم د ورزشکارانو ملاتړ ته ادامه ورکړي، دا ویاړونه به ورځ تر بلې لا پسې ډېر شي.»

بله خوا، د رزمي سیالیو یوشمېر لوبغاړي او روزونکي وروستیو کې په نړیواله کچه د افغان لوبغاړو لاسته ‌راوړنې د خپلې انګیزې لوړېدو او لا هڅونې لامل بولي. دوی وایي، هڅه کوي یوه ورځ دوی هم د نړیوالو افغان اتلانو په څېر نومونه خپل کړي.

د رزمي سیالیو روزونکی طاهر مبارز وايي: « دا د افغانستان د ټولو ورزشکارانو لپاره ویاړ دی. دا ویاړونه د هغه چا په نصیب وي چې ټینګ عزم لري او سخت کار کوي.»

د  رزمي سیالیو لوبغاړی علي ‌جان وايي: « له هېواد څخه بهر لوبې ترسره کول د هر ورزشکار لپاره تر تشویق دی او انګیزه ورکوي. موږ له چارواکو غواړو چې د بهرنیو سفرونو زمینه برابره کړي.»

د اسلامي پیوستون سیالۍ چې د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د روانې نومبر میاشتې له ۷مې تر ۲۱مې نېټې ترسره شوې؛ د ۵۷ هېوادونو شاوخوا ۳۵۰۰ لوبغاړو په کې برخه اخیستې وه.

له افغانستان څخه ۵۷ ورزشکارانو په ۱۳ بېلابېلو ورزشي څانګو کې ګډون درلود چې د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو درې مډالونو په ګټلو سره یې د مډالونو په جدول کې ۲۶م مقام خپل کړ.

ترکیې په دې سیالیو کې د سرو زرو ۷۲ مډالونو په ګټلو لومړی، ازبېکستان د سرو زرو د ۲۹ مډالونو په ګټلو دویم او ایران بیا د سرو زرو د ۲۹ مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist