Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نظري: د مرستندویو بنسټونو پر فعالیتونو محدودیتونه نه دي لګول شوي

اقتصاد وزارت: د افغانستان اقتصاد د ودې په حال کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/24

د اقتصاد وزارت او خاتم النبیین پوهنتون علمي کادر په افغانستان کې د ټاپي پروژې د اقتصادي اغېزو په اړه علمي بحثونه ترسره کړل.

په دې اړه جوړ شوي علمي کنفرانس کې د اقتصاد وزارت چارواکي ټاپي پروژه د افغانستان لپاره له اقتصادي اړخه حياتي بولي او زیاتوي چې د ګازو لېږدونې دغه پروژه به په کلني ډول افغانستان ته شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره د حق العبور عاید په لاس ورکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبدالطیف نظري وايي: « ټاپي پروژې به عملا ً په افغانستان کې د اقتصاد قدرت هندسه له بنسټیز بدلون سره مخ کړي. دا پروژه کولی شي د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي.»

د اقتصاد وزارت معین دغه راز زیاتوي، پر سرپرست حکومت د نړیوالو له لوري له اقتصادي بندیزونو سربېره هم تېر کال د نورو کالونو پرتله افغانستان د پام وړ اقتصادي وده کړې.

عبدالطیف نظري یې لامل د ټاپي په څېر د لویو پروژې پیلېدل، پلي کېدل او د پانګونې جذب بولي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين په دې اړه وايي: « ټاپي پروژه کولی شي افغانستان کې د کارموندنې او بېکارۍ کمېدنې په برخه کې هم ډېر مهم رول ولوبوي. د اسلامي امارت یو له ستراتیژیکو پلانونو دا دی چې افغانستان کې د بېکارۍ ستونزې ته د پای ټکی کېږدي. باید زموږ ځوان نسل د دندې او شغل خاوند شي، د کورنیو د خرید قدرت پياوړی شي او دا پروژه کولی شي په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»

له بلې خوا، د یاد وزارت ویاند په خواله رسنيو کې هغه خپرې شوې ګنګوسې رد کړې چې وايي د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له لوري د ټاپي پروژې د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه رامنځته شوي.

عبدالرحمان حبیب وویل، له تېرې یوه نیمې میاشتې د یادې پروژې عملي چارې روانې دي.

حبیب زیاته کړې: « د خدای شکر دی ټولې ستونزې حل شوي او دا پروژه له یوې نیمې میاشتې راهیسې د افغانستان په خاوره کې پيل شوې او چارې یې په نورمال او ښه حالت کې روانې دي. دا مهال د دې پروژې شاوخوا ۱۰ کیلومټره کارونه مخکې تللي او پاتې یې هم په چتکۍ روان دي.»

د ټاپي په نوم د ګازو لېږدونې پایپ‎ لاین چې شاوخوا ۱۸۰۰کیلومټره اوږدوالی لري، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان ګاز لېږدوي.

 د دې نل ‎لیکې ۱۴۷کیلومتره به د ترکمنستان په خاوره کې، ۷۳۵ کیلومتره به یې په افغانستان کې له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي او ترڅنګ به یې ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي نوره نل ‌لیکه له پاکستان تېره او هند ته رسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist