Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروزګان کې د پوليو نړيوالې ورځې په مناسب ورزشي سيالۍ پیل شوي

اروزګان کې د پوليو نړيوالې ورځې په مناسب ورزشي سيالۍ پیل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/26

د اکټوبر ۲۴ د پوليو د نړيوالې ورځې په مناسب په اروزګان  ولایت کې د کرېکټ او فوټبال سيالۍ پیل شوي.

په اروزګان کې د واکسین د بېړني مرکز مسوول بخت محمد مصطفی وايي: « موخه مو دا ده چې تاسې په خپل کور کې له سپین ږیرو او د کورنیو له غړیو سره پر دې بحث  وکړئ، چې پولیو یوه وژونکې ناروغي ده او درملنه یې یوازې او یوازې د پولیو په دوو څاڅکو کېږي.»

په ورته وخت کې يادو لوبو کې لوبېدونکي لوبغاړي بیا له يو شمير ستونزو شکايت کوي او غوښتنه کوي چې ستونزې دي حل شي.

 دوی وايي، تمريناتي او معياري لوبغاړي او د روزنکو نشت يې له اساسي ستونزو ګڼل کيږي.

یو تن ورزشکار میرزا محمد امیرزوی وايي:« تاسې معلومات وکړئ ورځ په ورځ زموږ ټيمونه سقوط کوي، موږ د تمرین لپاره مناسب ځایونه نه لرو؛ له تاسو مو هېله دا ده چې زموږ غږ تر اړوندو ادارو ورسوئ. دا چې تاسې موږ ته سپانسر او یا مالي ملاتړ پیدا کړئ، تر دې موږ ته مهمه دا ده چې د توري په سیمه کې چې کومه دولتي ځمکه لرو دا له ښاروالۍ او د ولایت مقام سره په همغږۍ موږ ته ترتیب شي، جال ولګول شي او په مناسب ډول جوړ شي؛ نو زموږ ځوانانو ته به دا ښه ځاي وي.»

 یو بل ورزشکار ذبیح الله الفت وايي:« دا پخوا مېدان و اوس چې ټولنه جوړه شوې نه ورته موږ مېدان لرو او نه یو معیاري لوبغالی لرو؛ نو موږ له خپلو مشرانو په ځانګړي ډول له والي صېب غواړي چې موږ ته د فوټبال ښه معیاري ځای جوړ کړي.»

ځايي مسوولين بیا وايي، دې ولايت کې اوس د پخوا پرتله کرېکټ وده کړې چې لامل يې د امنيت تامين او د ځوانانو يوالی دی او د يادو ستونزو د حل ژمنې یې وکړې.

د اروزګان اطلاعاتو او کولتور مشر قاري اغا ولي قریشي وايي: « زموږ ځوانانو اوس عامه پوهای ترلاسه کړی، وحدت او یووالی لري چې دا د دوی ځواک دی. دوی د ورزش په برخه کې خپلې هلې ځلې کوي او خپلې ستونزې په یووالي سره حل کوي. زما په نظر چې دوی نور هم سره یو شي نو انشاءالله په اروزګان کې به ورزش نوره هم وده وکړي. موږ او تاسې یې وینو چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې ډېره وده کړې.»

داپه داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په دې ولايت ورزشکارانو له مسوولينو د خپلو ستونزو د حل غوښتنې کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist